تازه خبرونه

نیول شوې سیمې به د طالبانو پر ډله ییزو ادیرو بدلې شي – امرالله صالح

Published

on

د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکړی؛ هغه لارې، چې وسلوال طالبان پرې د ولسوالیو د نیولو لپاره راغلي؛ د دوی پر ډله ییزو ادیرو به بدلې شي.

امرالله صالح نن په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: یو شمېر هغه سیمې، چې نیول شوي نومول شوي؛ طالب په کې د یوې نرۍ کرښې پر جوړولو پرمختګ کړی دی.

“نوموړي څرګنده کړې؛ هغه کسان، چې له طالبانو سره جګړه پېژني؛ پوهیږي، چې دا نرۍ کرښې به د دغې وحشي او ناپوهې ډلې پر ډله ییزو قبرونو بدلې شي.

امرالله صالح ټینګار کړی؛ له خلکو سره د طالبانو په چلند کې هیڅ راز بدلون ندی راغلی، بلکې نور هم وحشي او ناپوه شوي دي.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې خلک باید د طالبانو پر پروپاګندونو ونه غولیږي.

امرالله صالح وایي: د طالبانو پروړاندې درېدل له انساني ارزښتونو او کرامته دفاع کول دي. طالب له اطاعت او غلامۍ پرته د دې هېواد خلکو ته بل پیغام نلري.

طالبانو تر دې دمه د امرالله صالح څرګندونو ته کوم غبرګون په ډاګه کړی ندی.

د ویلو ده، چې طالب جنګیالیو په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه ۳۰ ولسوالۍ تر څارنې لاندې راوستي دي او له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا یې د سرپل سید آباد، د هرات اوبه او د کندوز خان آباد ولسوالۍ نیولې دي.

Trending

Exit mobile version