تازه خبرونه

نیومن: نوي افغان حکومت تر اوسه کوم مهم کار نه دی کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن واییي، د افغانستان نوي حکومت تر اوسه عمده کارونه نه دي تر سره کړي.

دغه پخوانی امریکایی دیپلومات د ملي یووالي د حکومت له مشرانو غواړي چې په متحدانه توګه د افغانستان د ثبات لپاره هڅې وکړي.

رونالد نیومن څو کاله مخکې په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده تر سره کړې ده.

دی وایي، په افغانستان کې د ثبات لپاره د نوي حکومت لاسته راوړنې لږ دي او د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د نورو زیاتو هڅو غوښتونکی دی.

خلک خوښ نه دي، د ملي یووالي د حکومت مشران ستر ماموریت پر غاړه لري، خلکو چې هغوي ته رایې ورکړي، غواړي چې مثبت کارونه وکړي؛ خو داسې نه وینم چې عمده کارونه شوي وي.

ښاغلی نیومن په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندینښې وړ بولي او د حکومت له مشرانو غواړي چې خپلو کې لانجې پریږدي او د هېواد په فکر کې شي.

فکر کوم ولسمشر غني او عبدالله باید د هېواد چارې مدیریت کړي، کابینه جوړه شوې او هغوي باید وزیرانو ته اجازه ورکړي چې کار وکړي، هغوي ته ووایي چې څه وکړي، هڅه ونه کړي چې خپله کارونه وکړي، او خپلو کې لانجې پریږدي.

دې ټولو ته په پام سره رونالد نیومن د افغانستان راتلونکې ته هیله من دی او د افغان ځواکونو کړنې ستایی.

دی وایی، افغانان باید په خپلې ملي اردو فخر وکړي.

Trending

Exit mobile version