کوید۱۹

نیویارک ښار له کرونا ویروس څخه ورپېښ ګواښ منځنۍ کچې ته لوړوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۱)

په نیویارک ښار کې د دوشنبې پر ورځ له کرونا ویروسه د ورپېښ ګواښ کچه له ټیټې څخه منخنۍ ته لوړه کړه او د عامې روغتیا ځینې سپارښتنې د بیا پلي کیدو وضعیت ته راغلې دي.

د نیویارک پوسټ د څرګندونو له مخې؛ نیویارک ښار روغتیایي کمیشنر اشون واسان د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: د خطر کچه؛ ځکه لوړه شوې، چې اوس په منځنۍ کچه په هرو ۱۰۰۰۰۰ خلکو کې هره ورځ له ۲۰۰ ډېرې نوې پېښې رامنځته کیږي.

نوموړي زیاته کړې، د نویو پېښو له زیاتېدو سره د نیویارک ښار خلک باید د تېرو څو اوونیو پر پرتله خورا ډېر پام وکړي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې ښار په تېره اوونۍ کې لږ تر لږه هره ورځ ۲۴۸۹ نوې پېښې لرلې، چې د مارچ له پیل راپدیخوا په ورځني شمېر کې ۶۰۰ ډېروالی ښیي؛ خو د تېرې میاشتې پر پرتله په روغتون کې بستر کیدل او د مړینې پېښې لږ څه کمې شوې دي.

منځنۍ ​​​​یا ژیړه کچه پدې معنی ده، چې خلک باید په عامه ځایونو کې ماسک اغوستل په پام کې ونیسي او د لوړ کیفیت ماسکونو ته وده ورکړي.

Trending

Exit mobile version