تازه خبرونه
نیکاراګوا افغانستان ته خپل سفیر وټاکه
د نیکاراګوا حکومت په خپله خبرپاڼه کې ندي ویلي، چې آیا اسلامي امارت پر رسمیت پېژني او که نه!
فرانس پرس آژانس د نیکاراګوا د سیمهییزو رسنیو د څرګندونو له مخې خبر ورکړی، چې نیکاراګوا په یوه بېساري هڅه کې افغانستان ته خپل سفیر ټاکلی، چې په بیجینګ کې به د افغانستان اړوند چارو مشري کوي. .
د چین لپاره د نیکاراګوا اوسني سفیر مایکل کیمپل په بیجینګ له خپل دفتره د افغانستان لپاره د سفارت دنده پر غاړه واخیسته.
د نیکاراګوا مرستیال ولسمشر روزاریو موریلو د جمعې پر ورځ ویلي: مونږ د افغانستان له اسلامي امارت، خلکو او حکومت څخه د هغه احسان په خاطر، چې زمونږ پر همکار مایکل کیمپل یې کړی مننه کوو.
د نیکاراګوا حکومت په خپله خبرپاڼه کې ندي ویلي، چې آیا اسلامي امارت پر رسمیت پېژني او که نه!
چین هم پرته له دې، چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني، په افغانستان کې سفیر لري.
اسلامي امارت د نیکاراګوا له دې هڅې هرکلی کړی او یو مثبت پرمختګ یې ګڼي.
د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو د ګټو په برخو کې به دوه اړخیزې اړیکې پراخې شي.
ویل کیږي، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د نیکاراګوا ولسمشر ډانیل اورتیګا د اسلامي امارت رهبر ته په یوه پیغام کې له سیلاب ځپلیو سره د خواخوږۍ پر څرګندولو له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګولو او په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لیوالتیا ښودلې وه.
. په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنیدو نږدې درې کاله وروسته تراوسه هیڅ هیواد دا حکومت پر رسمیت ندی پیژندلی؛ خو یو شمیر هیوادونو د اسلامي امارت ډیپلوماټان منلي او په کابل کې د ځینو هیوادونو سفارتونه هم فعال دي.
اړوند خبرونه:
د نیکاراګوا ولسمشر له سیلابونو وروسته د اسلامي امارت رهبر ته خواخوږي څرګنده کړې
له ټولې نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو- د اسلامي امارت رهبر
