تازه خبرونه

نیکولا هاسیم: د اصلاحاتو او همګرایۍ ټیم د پرېکون سره سره به د تفتیش پروسه پرمخ یوسو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال وايي، نړیوال معیارونه دا نه ایجابوي، چې د یوه کاندید په خوښه د ټاکنو لپاره کړنلاره جوړه شي او د یوه کاندید په خوښه دغه بهیر پر مخ ولاړ شي.
د ټاکنود کړکېنچن بهیر په باب د ملګرو ملتونو د دریځونو په لړی کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازی مرستیال نیکولا هاسیم ټینګار وکړ، چې د اصلاحاتو او همګرایې ټیم د پرېکون سره سره به دوی د ابطال او تفتیش پروسې ته دوام ورکړي.
د هغه په باور دوی په بشپړه بې طرفۍ د هغو توافقاتو پر بنسټ د ټاکنو بهیر وروستی کوي، چې دواړو کاندیدانو پرې لاسلیک کړی دی.
ښاغلی هاسیم له ډاکتر عبدالله عبدالله غوښتنه وکړه، چې د پرېکون پرېکړه بېرته واخلي او د ټاکنو له بهیر سره همکاري پېل کړي.
هغه پر دواړو کاندیدانو غږ وکړ، چې د هغه په باور د افغانستان دغو پېچلیو ټاکنو ته پای ورکړي او پر خپلو منځو کې تفاهم ته و رسېږي.
نیکولاس هایسم د افغانستان روان او راتلونکي وضعیت کړکېچن وباله او زیاته يې کړه، چې دغه هېواد د امنیت، بیا رغونې او اقتصاد په برخو کې له جدي ګواښونو سره مخامخ دی.

Trending

Exit mobile version