تازه خبرونه

نی د ولسي جرګې له خوا د رسنیو د قانون د تعدیل اقدام وغانده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی د ولسي جرګې له خوا د رسنیو د قانون د تعدیل اقدام وغانده او ټینګار کوي چې د دغه قانون د تعدیل له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر به د رسنیو د سرغړونو د څیړنو د کمیسیون رییس هم وي، چې دغه مساله د دغه کمیسیون استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي.
ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د رسنیو د قانون د تعدیل طرحه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا وړاندیز شوې وه، تصویب کړه. د دغه تعدیل له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر به د رسنیو د سرغړونو د څیړنې د کمیسیون رییس هم وي؛ خو له خبریالانو د ملاتړ بنسټونه، دغه مساله د اساسي قانون خلاف بولي.
مجیب خلوتګر – د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ د بنسټ اجرایی رییس د ملي یووالي له حکومت غواړي چې دغه قانون تر بیا کتنې لاندې راولي.
بلخوا ځینې خبریالان هم د ولسي جرګې دغه پریکړه د نه منلو وړ بولي.
که څه هم د رسنیو د قانون د تعدیل طرحه د مشرانو جرګې له خوا نه وه منل شوې، خو ولسي جرګې دغه تعدیل د ټولو رایو په دوو ثلثو سره تصویب کړې ده.

Trending

Exit mobile version