تازه خبرونه
نی: له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وايي چې په تیره یوه میاشت کې د دولت د وسلوالو مخالفینو او په ځينو مواردو کې د حکومتي چارواکو لخوا له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.
دغې ادارې وايي چې دغه حالت د بیان د ازادۍ لپاره د خطر زنګ کړنګولی دی.
افغان حکومت د بیان ازادي د خپلو لویو لاسته راوړنو په توګه یادوي، هغه ازادي چې رسنیو ارزانه نه دي پریوتې.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې رييس صدیق الله توحیدي د خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
د اندېښنو لمن تر دې پراخه ده؛ ویل کیږي حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي دقانون له توشیح پرته د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره اغیزناک ګام نه دی اخیستی.
خبریالان د افغان ځواکونو په خوا کې د امنیتي حالاتو قرباني کیږي.
د خبریالانو سره د تاوتریخوالي پیښې له انفرادي بڼې نیولې چې په ځینو مواردو کې یې په مرګ تمامې شوي دي، بیا تر دې چې د خبریالانو د قتل او نورې لسګونه دوسیې څارنوالۍ کې ساتل کیږي.
خبریال:فرحناز فروتن