سیمه ییز خبرونه

نۍ ادرې د بيان د آزادۍ واټ نومونه غوښتې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د رسنيو د ملاتړ ادره (نى) له اطلاعاتو او فرهنگ وزارت څخه غواړي، چې:

د دغه وزارت د مخې سړك د بيان د آزادۍ واټ ونوموي.

دوى خپلې غوښتنې ته د رسيدو لپاره د بيان د ازادۍ واټ ليكلې لوحه د وزارت مخې ته كېښوده.

خبريالان  په دې باور دي، چې:

دا ډول مدني خوزښتونه به د خلكو په فكرونو كې د بيان آزادي پخه كړي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت څه موده مخكې ژمنه كړې وه، چې د بيان د آزادۍ په نوم به يو بل سړك ونوموي، خو تر اوسه يې عملي گام نه دى اخيستى.

د رسنيو د ملاتړ ادارې مسوولينو د دوشنبې په ورځ(د مرغومي۲۵)  د بيان د آزادۍ په نوم واټ لوحه د اطلاعاتو او فرهنگ وزات مخې ته پرهغو سمنټې ديوالونو كېښوده، چې پردغه وزارت له ځانمرگي بريد وروسته ودرول شول.

په داسې حال كې، چې په دې وروستيو كې د بيان د آزادۍ په وړاندې يو لړستونزو خبريالان اندېښمن كړي؛ خو د رسنيو ملاتړ ادارې رييس: مجيب خلوتگر وايي، چې:

غواړو په دغه مدني خوزښت خپلې موخې ته ورسيږو او د خلكو په فكرونو كې د بيان آزادي د تل لپاره د پام وړ كړو.

دا سړك، چې د نۍ مسوولين يې د بيان د آزادۍ په نوم د نومولو غوښتنه كوي له يو كيلو متر لږ اوږدوالى لري، خو دا كار كولى شي د خلكو په ذهنونو كې د بيان آزادي ويښه وساتي.

د نۍ ادارې په ډاگه كړه، چې يوه مياشت مخكې يې دا غوښتنه له اطلاعات او فرهنگ وزارت او كابل ښاروالۍ سره ياده كړې؛ خو په دغه برخه كې د هغوى د ځنډ له كبله يې په دې مدني حركت لاس پورې كړ.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مخكې ويلي ول، چې يو بل واټ به د بيان د آزادۍ په نوم كړي.

په تېرو څه باندې لس كلونو كې مطبوعاتو بې سارې وده وكړه، خو اوس داسې اندېښنې موجودې دي، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته ښايي پررسنيو محدوديتونه زيات شي.

Trending

Exit mobile version