لوبی

هالیند ملي لوبډله د نامیبیا پر وړاندې له بریا وروسته سوپر ۱۲ ته هیله منه شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۱)

د هالیند ملي لوبډله د A ګروپ سر ته رسیدلی او د سې شنبې پر ورځ یې د نامیبیا پر وړاندې د پېنځه ویکتو بریا خپله کړه او د ۲۰ آوریز نړیوال جام سوپر ۱۲ پړاو ته د رسېدو خڼد یې له مخې لرې کړ.

هالیند له دې بریا سره د A ګروپ سر ته ځي او کولی شي د پنجشنبې پر ورځ په خپله وروستۍ لوبه کې سریلانکا ته له ماتې ورکولو سره سوپر ۱۲ پړاو ته لار پیدا کړي.

د ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام دوه یم پړاو لوبې د تلې پر ۳۰ د افغانستان او انګلیند ترمنځ پیلېږي.‌

افغانستان په لومړي‌ ګروپ کې له کوربه هېواد آسترالیا، انګلستان او نیوزیلیند سره دی او دوه نورې لوبډلې به له دې پړاوه ورسره یوځای شي.

په دوه یم ګروپ کې هند، پاکستان، سویلي آفریقا او بنګله دیش لوبېږي، چې هغه ګروپ ته به هم د لومړي پړاو له لوبو دوه لوبډلې لار وموي.

د کرکت نړيوال شل آوريز جام د لومړي پړاو سیالۍ په آستراليا کې ترسره کیږي.

کرکت مینوال کولی شي د دغو لوبو بهیر له آریانا تلویزیوني شبکې څخه هره ورځ سهار ۸:۳۰ په ژوندۍ بڼه وګوري.

د بشپړې خپرونې مهالویش ته دا ځای کېکاږئ.

Trending

Exit mobile version