تازه خبرونه
هالینډ او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو پر تړون غور پیل کړ
هالینډي رسنۍ NL Times د یکشنبې پر ورځ ( د تلې دوهویشتمه ) راپور ورکړ؛ د هالنډ حکومت په دې اړه څېړنه کوي: آیا کولی شي ازبکستان قانع کړي، چې رد شوي کډوال ومني که نه.
د هالینډ یوه چارواکي ویلي، هېواد یې له ازبکستان سره د هغو افغان کډوالو د ایستلو پر یوه تړون غور کوي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
هالینډي رسنۍ NL Times د یکشنبې پر ورځ ( د تلې دوهویشتمه ) راپور ورکړ؛ د هالنډ حکومت په دې اړه څېړنه کوي: آیا کولی شي ازبکستان قانع کړي، چې رد شوي کډوال ومني که نه.
دغه راز ویل شوي؛ جرمني په دې وروستیو کې له ازبکستان سره هوکړې ته رسېدلی، چې دغه هېواد ته افغان کډوال ولېږي.
د دې رسنۍ د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ د هالینډ د پناه غوښتنې وزیر ماریولین فابر د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي؛ کابینه په دې غور کوي، چې له ازبکستان سره څه ډول تړون وکړي. نوموړي په دې اړه جزئيات ورنکړل.
همدارنګه د ځینو سویسي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه هېواد په دې وروستیو کې دوه افغان کډوال، چې مجرم پېژندل شوي وه؛ ایستلي او بېرته یې کابل ته استولي دي.
له دې مخکې جرمني تېره میاشت ۲۸ افغان کډوال، چې مجرم پېژندل شوي وه، بېرته افغانستان ته ولېږدول.
