تازه خبرونه
هدايت امين ارسلا او دوو مرستيالانو یې له احمدزي څخه ملاتړ اعلام کړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ولسمشرۍ كانديد ډاكتر اشرف غني احمدزى وايي، چې د ټاكنو د څارنې لپاره يې سلګونه كمرې تيارې كړې دي.
هدايت امين ارسلا وايي، چې له ډاكتر اشرف غني احمدزي سره يې طرحې او كړنلارې يو شان وې، نو ځكه يې د هغه څخه ملاتړ وښود.
ډاكتر اشرف غني احمدزى ټينګار كوي، چې كه بريالى شي، سوله به راولي كه د هغه د خپل سر په بېه هم تمامه شي.
همدارنګه په دې غونډه كې د كوه ګداى، شينوارو او صافيو قوم مشرانو او مخورو د تحول او تداوم له ټيم څخه ملاتړ څرګند كړ.
احمدزی له خلكو غواړي، چې په ټاكنو كې ګډون وكړي او پر امنيتي سرتېرو غږ كوي، چې امنيتي مسايل پر سياسي مسايلو بدل نه كړي.