تازه خبرونه

هراتی سلیمان د ۱۴۰۱ لمریز کال د کانکور ګټونکی شو

Published

on

د ۱۴۰۱ لمریز هجري کال د کانکور آزموينې پايلې نن (شنبه د لړم ۱۴) د یوه هراتي ځوان سليمان نومي د لومړي مقام پر ترلاسه کولو اعلان شوې.

د هرات د سلطان غیاث الدین غوري له لیسې څخه فارغ او د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ته داخل شو.

دغه راز د کابل ولایت د خاتم النبیین لیسې څخه فارغ شوی محمد شبیر د ۳۵۵ اعشاریه ۳۲ ۳۲ نمرو پر ترلاسه کولو سره دوه یم او د هرات ولایت د ریفال لیسې څخه هدایت الله د ۳۵۴ اعشاریه صفر ۹ نمرو پخپلولو درېیم ځای خپل کړی دی.

د آزموینو د ملي ادارې رییس عبدالقدیر خموش نن په یوه خبري ناسته کې ویلي: هغه کسان، چې د روان ۱۴۰۱ لمریز هجري کال د کانکور په آزموینه کې د خپلې خوښې پوهنځيو ته بریالي شوي ندي؛ کولی شي د هغو پوهنځیو لپاره، چې د داخلې شمېر یې بشپړ شوی نه دی، نوملیکنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ هغه کسان، چې د آزموينې د پايلو په اړه شکايت لري؛ کولى شي خپل شکايتونه په هغې فورمه کې ولیکي، چې وروسته ورته سپارل او بیا به ورسره قانوني چلند تر سره شي.

Trending

Exit mobile version