روغتيا

هرات ته د ښځینه ناروغانو د درملنې لپاره ترکمن داکترانې راغلي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۲)

هرات ولایت ته د ښځینه ناروغانو د درملنې لپاره ترکمن داکترانې راغلي او په څه کم دوه اوونیو کې یې ۸۰۰ ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

د نسايي ولادي درې متخصصینې، چې د ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د هرات ولایت تورغونډۍ ته راغلي؛ د څه باندې ۴۰۰ ښځینه ناروغانو درملنه یې کړې او له ۲۰۰ ډېرو ماشومانو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

ترکمنستان د هرات په تورغونډۍ ښارګوټي کې شل بستریز زېږنتون جوړ کړی، چې په دې روغتیايي مرکز کې ټول سهولتونه، روغتیايي خدمات او درمل په دوامداره توګه وړاندې کوي.

دغو داکترانو په نهه ورځو کې د هرات ولايت د تورغونډۍ ښارګوټي په دې روغتيايي مرکز کې د ٤٧٣ اومیدوارو ښځو درملنه کړې او د ٢٧٦ ماشومانو لپاره یې روغتيايي خدمتونه وړاندې کړل. دغه راز په همدې ورځو کې ۱۲ نوي ماشومان هم زیږیدلي دي.

په هرات کې د ترکمنستان د قونسلګرۍ چارواکيو ويلي، چې دغه روغتيايي مرکز اوسمهال د دغه ولايت د څلورو ولسواليو خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

په هرات کې د ترکمنستان جنرال قونسل آی مراد قوچ مرادوف وايي: نن ډېر خوښ یوو، چې دا کلینیک نه یوازې د تورغونډۍ ښار د خلکو لپاره، بلکې د ګاونډ ولسوالیو او کلیو لکه د کشک کهنه، ګلران او کشک ولسوالۍ مرکز رباط سنګي او ټولو اوسیدونکیو ته د تورغونډۍ په نږدې سیمو کې خدمات وړاندې کوي.

د هرات په تورغونډۍ ښارګوټي کې د روغتيايي مرکز ودانۍ د ترکمنستان د بشري خواخوږیو پر مرسته جوړه شوې؛ خو د دغه هېواد متخصص داکتران د افغان داکترانو د مشورې او روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دغه روغتيايي مرکز ته راځي. له دې وړاندې هم د ترکمنستان حکومت له دغه روغتیايي مرکز سره د اړتیا وړ درملو یوه ټولګه مرسته کړې وه.

د هرات د تورغونډۍ ښار د روغتيايي شورا مشر مولوي محمد نبي وايي، چې دلته د څلور ولسواليو د ناروغانو درملنه کېږي، چې د دې ودانۍ جوړېدو اسانتياوې برابرې کړي ا د ماشومانو او ميندو د مړينې مخه ورسره نيول شوې ده.

د هرات د تورغونډۍ ښارګوټي اوسېدونکی محمد عوض وايي، چې د دغه هېواد د طبي مرستو، خوراکي توکو، جامو او نورو مرستو ترڅنګ د ترکمنستان مرستې ډېرې ګټورې تمامې شوې دي.

د هرات د تورغونډۍ اوسېدونکی مولوي حبیب الرحمن وايي: په راتلونکي کې هم مونږ تمه لرو، چې د دغه هېواد مرستې زمونږ لپاره دوام وکړي؛ ځکه، چې مونږ ډېر کړېدلي خلک یوو او کافي اسانتیاوې نه‌لرو. هیله ده، چې د ترکمنستان دا مرستې روانې وساتل شي.

ترکمنستان دغه روغتيايي مرکز نهه کاله مخکې د ښځينه ناروغانو د درملنې لپاره جوړ کړى و؛ خو په دې وروستيو کې يې ټولې برخې بېرته رغول شوې دي.

د هرات اوسېدونکي وايي، چې د ترکمنستان د حکومت بشري مرستې د هېواد د خلکو لپاره اغېزمنې دي.

په لويديځ زون کې د ترکمنانو د اسلامي پيوستون شورا مشر امان الله حقيار وايي: د دغه روغتيايي مرکز د مسوولينو د غوښتنې له مخې دغه ودانۍ په بشپړه توګه رغول شوې ده او يوه اندازه درمل او طبي توکي راليږدول شوي دي. دې مرکز ته په دې وروستیو کې او د هغې دروازې او کړکۍ، چې ویجاړې شوې وې، دوی بېرته جوړې کړې.

تورغونډۍ ښارګوټی د هرات له مرکز څخه څه باندې سل کیلومتره لرې پروت دی. دغه روغتیايي مرکز توانېدلی، چې تر یوه حده د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د خلکو روغتیايي ستونزې اوارې کړي.

Trending

Exit mobile version