سوداگري
هرات د افغانستان ۹۰ سلنه زعفران تولیدوي – چارواکي
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي؛ د تېر کال په پرتله سږکال په هرات کې د زعفرانو تولید ډېر شوی او هڅې روانې دي، چې دا سکتور نوره وده هم وکړي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ويلي، چې هېواد کې سږکال پر نږدې ۹ زره هکتاره ځمکه د زعفرانو کښت شوی او په دې سکتور کې لسګونه پانګوالو په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ زمونږ د زعفرانو د کښت محصول د ټولولو بهیر پیل شوی او مونږ غواړو، چې د زعفرانو کښت ته نوره پراختیا هم ورکړو.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خوني مسوولین مني، چې د کرنې وزارت د زعفرانو د تو لید د پراختیا په برخه کې له بزګرو او سوداګرو سره همکاري کړي او دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې باید هېواد ته د قاچاقي زعفرانو د راتلو مخنیوی وکړي او کورنیو زعفرانو ته د مارکیت موندنې زمینه برابره کړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میروییس حاجې زاده وایي: مونږ منو، چې تولید زیات شوی؛ حکومت باید د بازار موندني په برخه کې هم همکاري وکړي، ځکه زمونږ مارکیت اوس هم کمزوری دی.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د زعفرانو کښت او سوداګري د هېواد په اقتصاد کې اړینه بولي او د سوداګرۍ له وزارته غو ښتنه کوي، چې باید کورنیو تولیداتو ته د بازرموند نې او پروسس په چارو کې همکارې زیاته کړي.
دوۍ څرګندوي؛ په دغه سکتور کې د شغل د رامنځته کولو او پانګونې وړتیا اوس هم شته.