سیمه ییز خبرونه

هرات لوبډلې د اته زونونو د فتبال سياليو د اتلولۍ جام پورته کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د اتو زونونو ترمنځ د فټبال په سياليو کي هرات لوبډلې د جمعې په ورځ(د وري۲) جوزجان لوبډلې ته په ماته ورکولو د دغه تورنامنت د اتلولۍ جام پورته کړ.

ياد تورنمنت ١٤ ورځې وړاندې پيل شوى و، چي په کي د هېواد په کچه د اته زونونو اتلو لوبډلو برخه اخستې وه او په دوه گروپونو کي د  ولايتونو لوبډلو له يو بل سره سيالۍ وکړې.

د يادو سياليو نيمه پايلوبه د پنجشنبې په ورځ(د وري لومړۍ) وشوه، چي خوست لوبډلې له جوزجان او کندهار له هرات لوبډلې په پنالټي شوتونو کې ماته وخوړله او په دې توگه  هرات او جوزجان د افغانستان د زونونو اتلوليو پايلوبي ته لار پيدا کړه.

دغه تورنمنت، چي د کندهار ولايتي ادارې په نوښت د دغه ولايت په احمدشاهي لوبغالي کي جوړ شوى و ټول لگښت يې ولايتي ادارې ورکړى او لوبغاړيو ته په فارغو ورځو کې د کندهار ولايت د بېلا بېلو تاريخي سيمو او ميله ځايونو ليدنه هم په برخه شوې ده.

کندهار والي د يادو شويو لوبو په پيل کي د افغانستان له فتبال فدراسيون څخه مننه کړې وه، چې:

کندهار ولايت ته يې د کوربتوب امتياز ورکړ او د سياليو د ښه  قضاوت لپاره يې پر نړيوالو معيارونو خبر او روزل شوي ريفريان(حاکمان) رالېږلي دي.

هغه په فتبال لوبه کي د کندهار له ستورو او د بډاى تاريخ يادونه وکړه او نوي فتبالران يې متوجه کړل، چي تر هرڅه زيات يو ځل بيا د تېر تاريخ د راژوندي کولو لپاره مټې راونغاړي او سپورټي اخلاق غوره کړي.

د جمعې په ورځ د تورنمينت د پاى په مراسمو کي د بېلابېلو شرکتونو، سړيو او کړيو لخوا پر غوره لوبغاړيو او گټونکي تيم  جايزې ووېشل شوې او د هرات تيم ته د افغان بيسيم مخابراتي شرکت لخوا د لوبو لپاره ځانگړى شوى موټر هم  ډالۍ شو.

د بېلا بېلو دولتي ادارو لخوا په خپلو خپلو برخو کي همکارۍ او مرستې تر سره شوې او د لوبغاړيو د لوبو تر ترسره كيدو د عامي روغتيا رياست له روغتيايي څارنې،  امبولانسونو او روغتيايي کارکوونکيو له شتون برخمن شول.

د افغانستان د زونونو د اتلو لوبډلو ترمنځ  يادو لوبو ليدلو ته هره ورځ لس گونه زره  د فتبال کندهاري مينوال راتلل او ټولې لوبډلې به يې د ښو لوبو له خاطره هڅولې.

د مينوالو راتگ او د افغانستان د بېلابېلو برخو د لوبغاړيو گډون يو ځل بيا دا په گوته کړه، چې د کندهار خلک له جنگ كركه لري او د سولي لپاره يې چټک گامونه پورته كړي دي.

د لوبو په پاى كې د افغان بيسيم مخابراتي شركت له لوري د لوبو ټولو گډونوالو ته د افغان بيسيم يو يو سيم كارت او يوه پايه مبايل ډالۍ شو.

Trending

Exit mobile version