تازه خبرونه
هرات ولایت ته د سیلانیانو تګ راتګ ډېر شوی
په دې ورځو کې هرات ولایت ته د بهرنيو سيلانيانو تګ راتګ ډېر شوى؛ په دې وروستيو کې له تايلند څخه یوه ١١ کسیزه ډله د لرغونو او تاريخي ځايونو د ليدو لپاره هرات ته راغلې او وايي، چې اوسنى چاپېريال د ګرځندوىانو لپاره مناسب دى او اوس کولى شي ولايتونو ته ډاډمن ولاړ شي او د افغانستان بېلابېلو برخو ته سفرونه وکړي. د افغانانو د فرهنګ، سیمهییزو خواړو او تاریخي ځایونو د بهرنیو سیلانیانو پام ځانته رااړولی دی.
د افغانستان سیاحتي سیمو اوس د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سیلانیان راجلب کړي؛ هره ورځ د اسیا د بېلابېلو هېوادونو، اروپا او امریکا وګړي له تاریخي سیمو لیدنه کوي.
په دې وروستیو کې د تایلند هېواد یوه یوولس کسیزه ډله هېواد ته راغلې، چې له کابل وروسته اوس له هرات څخه لیدنه کوي، چې د دې لرغوني ښار تاریخي برخې او سیاحتي ځایونه وګورئ.
د تایلندۍ پونا کوان وایي؛ په حقیقت کې زما خوښيږي، چې له خلکو سره وګورم، د تاریخي ځایونو په ځانګړې توګه د بامیانو له بودا لیدنه وکړم؛ زما د دې ځای خلک ډېر خوښیږي. افغانستان رښتیا هم یو زړهراکښونکی هېواد دی او ښه خلک لري.
تایلندۍ تي. تاباها وایي؛ زه د تایلند له بنکاک څخه راغلې یم او مونږ څوارلس ورځې په افغانستان کې یوو او دا لومړی ځل دی، چې زه دلته راغلی یم. زه دلته پر راتلو ډېره خوښه یم او دا خلک رښتیا هم په زړه پورې دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحمت الله محمدي د ګرځندوی امر وايي، چې د تېر کال پر پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د بهرنيو سيلانيانو شتون زيات شوى. دغه سيلانيان زيات تاريخي ځايونه ګوري او له ځايي خواړو او د بېلابېلو قومونو د فرهنګ له تنوع خوند اخلي.
د بهرنیو سیلانیانو لارښود سیدروح الله باهنر پهدې باور دي، چې تاريخي ځایونه، د بېلا بېلو قومونو فرهنګي تنوع او همدارنګه ځايي خواړه هغه څه دي، چې د بهرنيو سيلانيانو پام يې ځان ته رااړولی دی او د افغانستان د نورو ځایونو لپاره په اوسني خوندي چاپېريال کې د بهرنيو وګړیو د لیدلو لیوالتیا زیاته شوې وه.
چارواکي وايي، د روان کال په وروستيو شپږ مياشتو کې له هرات څخه زياتو بهرنيو سيلانيانو ليدنه کړې؛ ډېري بهرني سیلانیان د اختیارالدین کلا، د هرات جامع جومات د هرات مصلی او نورو تاریخي ځایونو لیدلو ته لیواله دي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

