تازه خبرونه

هرات ولایت ته د سیلانیانو تګ راتګ ډېر شوی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۳, ۱۴۰۲)

په دې ورځو کې هرات ولایت ته د بهرنيو سيلانيانو تګ راتګ ډېر شوى؛ په دې وروستيو کې له تايلند څخه یوه ١١ کسیزه ډله د لرغونو او تاريخي ځايونو د ليدو لپاره هرات ته راغلې او وايي، چې اوسنى چاپېريال د ګرځندوىانو لپاره مناسب دى او اوس کولى شي ولايتونو ته ډاډمن ولاړ شي او د افغانستان بېلابېلو برخو ته سفرونه وکړي. د افغانانو د فرهنګ، سیمه‌ییزو خواړو او تاریخي ځایونو د بهرنیو سیلانیانو پام ځانته رااړولی دی.

د افغانستان سیاحتي سیمو اوس د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سیلانیان راجلب کړي؛ هره ورځ د اسیا د بېلابېلو هېوادونو، اروپا او امریکا وګړي له تاریخي سیمو لیدنه کوي.

په دې وروستیو کې د تایلند هېواد یوه یوولس کسیزه ډله هېواد ته راغلې، چې له کابل وروسته اوس له هرات څخه لیدنه کوي، چې د دې لرغوني ښار تاریخي برخې او سیاحتي ځایونه وګورئ.

د تایلندۍ پونا کوان وایي؛ په حقیقت کې زما خوښيږي، چې له خلکو سره وګورم، د تاریخي ځایونو په ځانګړې توګه د بامیانو له بودا لیدنه وکړم؛ زما د دې ځای خلک ډېر خوښیږي. افغانستان رښتیا هم یو زړهراکښونکی هېواد دی او ښه خلک لري.

  تایلندۍ تي. تاباها وایي؛ زه د تایلند له بنکاک څخه راغلې یم او مونږ څوارلس ورځې په افغانستان کې یوو او دا لومړی ځل دی، چې زه دلته راغلی یم. زه دلته پر راتلو ډېره خوښه یم او دا خلک رښتیا هم په زړه پورې دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحمت الله محمدي د ګرځندوی امر وايي، چې د تېر کال پر پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د بهرنيو سيلانيانو شتون زيات شوى. دغه سيلانيان زيات تاريخي ځايونه ګوري او له ځايي خواړو او د بېلابېلو قومونو د فرهنګ له تنوع خوند اخلي.

د بهرنیو سیلانیانو لارښود سیدروح الله باهنر په‌دې باور دي، چې تاريخي ځایونه، د بېلا بېلو قومونو فرهنګي تنوع او همدارنګه ځايي خواړه هغه څه دي، چې د بهرنيو سيلانيانو پام يې ځان ته رااړولی دی او د افغانستان د نورو ځایونو لپاره په اوسني خوندي چاپېريال کې د بهرنيو وګړیو د لیدلو لیوالتیا زیاته شوې وه.

 چارواکي وايي، د روان کال په وروستيو شپږ مياشتو کې له هرات څخه زياتو بهرنيو سيلانيانو ليدنه کړې؛  ډېري بهرني سیلانیان د اختیارالدین کلا، د هرات جامع جومات د هرات مصلی او نورو تاریخي ځایونو لیدلو ته لیواله دي.

Trending

Exit mobile version