بی بی سی پښتو
هرات کې سېلابونو ۲۲ کسان وژلي؛ لس ماشومان لادرکه دي
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت چارواکي وايي، د ادرسکن ولسوالۍ په ګډون په ټول هرات ولایت کې د سېلابونو له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي. په مړو شویو کې سړي، مېرمنې او ماشومان هم دي او لس ماشومان لاهم ورک دي.
د ادرسکن ولسوالۍ روخه کلي په دې سېلابونو کې تر ۳۰۰ ډېرې مېږې هم له منځه تللې دي.
تېره ورځ د هرات والي د تېرې ورځې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د مدریت یوه کمېټه هم جوړه کړې ده.
- سېلاب کې څنګه ژوندي پاتې شو؟
- افغانستان کې سېلاب؛ د کابل ښاریانو ته خبرداری
- د تصویرونو البوم: افغانستان کې خونړي سېلابونه
د هرات د والي له دفتره یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د هرات د ټولو ولسوالیو د سېلابونو وضعیت ارزول شوی او له زیانمنو شویو خلکو سره به یوه اندازه لازمې مرستې هم وشي.
تېره ورځ، د افغانستان د بېړنيو پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکي ویلي وو، د دغه هېواد په يو شمېر ولایتونو کې د ګڼو اورښتونو له امله سېلابونه راغلي چې تر ۲۰۰ ډېر کورونه يې ويجاړ کړي او لسګونه څاروي يې وړي.
په وردګو ولايت کې تر دېرشو ډېر کورونه ويجاړ شوي او سلګونه جرېبه کرنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې.
افغانستان کې د نورو سېلابونو او ورښتونو اټکل
https://twitter.com/bbcpashto/status/1389245607865368581
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې د روان ۱۴۰۰ کال د غوايي میاشتې له ۱۴ تر ۱۶ پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو د سطحې د جګوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
دغې ادارې ویلي، د هېواد په ځینو سیمو کې د ورښتونو اټکل شوی چې تر ډېره به سېلابونه په (پنج امو، شمال، هریرود، هریرود مرغاب، هلمند او کابل) حوزو کې راووځي.
یاده اداره په دې سیمو کې سېندونو ته څېرمه استوګنو خلکو ته خبرداری ورکوي چې د سېلاب راتلو په وخت کې د سیند غاړې نور اوسېدونکي خبر کړي چې په دې سره د مالي او انساني زیانونو مخه نیول کېدای شي.