تازه خبرونه
هره سیاسي هوکړه، چې له هېواده بهر رامنځته کيږي؛ د خلکو په ګته نده ـ غني
ولسمشر اشرف غني پرته له دې، چې د مسکو او ترکیې نوم واخلي وایي: هره هغه سیاسي هوکړه، چې له د هېواده بهر رامنځته کيږي؛ د خلکو په ګته نده.
ولسمشر غني نن پنجشنبه د کب ۲۸پر د خبریالانو د ملي ورځې په نمانځغونډه کې ویلي؛ نظام او اساسي قانون د معاملې وړ ندی او د تاوتریخوالي له منځه وړل ملي بحث ته اړتیا لري.
په دې وروستیو کې امریکا د سولې بهیر په تړاو یوه طرحه وړاندې کړې؛ خو ولسمشر غني وایي، هر څوک کولی شي طرحه وړاندې کړي، خو هره طرحه نظام له منځه وړلی نشي.
ولسمشر غني وایي، چې د خبریالانو له صندوق سره د بېلابېلو بنسټونو او سوداګرو لخوا د شاوخوا اته سوه زره ډالرو مرسته شوې او که روڼتیا راشي دا مرستې به نورې هم دوام وکړي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش د تېرو کلونو لاسته راوړنې په ځانګړي توګه د بیان آزادي د جمهوریت سره کرښه ګڼي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خلک به اجازه ورنکړي، چې یو ځل بیال د استبداد او تورتم پېر واکمن شي.
سروردانش وایي: جمهوریت د بیان د آزادۍ بنسټ دی؛ خو پر وړاندې یې امارت دی، چې تل یې د بیان آزادي او د هغې ساتونکي له منځه وړي.
یو شمېر ګډونوالو او د رسنیو د کورنۍ غړیو د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی، کرکه او وحشت د اندېښنه پیراکوونکي بولي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.
ویل کیږي، چې د افغانانو پر وړاندیز او د امریکا، چین او روسیې پر خوښه د مسکو د سولې ناسته سبا ته هم وغزېده، چې په کې به یوازې افغانان په خپلو کې د افغانستان پر راتلونکي غږیږي او د بلې اوونۍ د ترکیې ناستې ته به چمتووالی نیسي.
