نړۍ

هره شېبه په اوکراین کې د پوځي برید خطر شونی دی – شنونکي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۸, ۱۴۰۰)

په امریکا کې میشتو شنونکيو د چارشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې د نظامي شخړې خطر اوس هم شونی دی. په داسې حال کې، چې مسکو له سیمې له سیمې د یوشمېر ځواکونو د ایستلو ادعا کړې ده.

 د دوی د څرګندونو له مخې؛ د شکمن کیدو لپاره رښتیني دلایل شته او ځواکونو ته د حرکت ورکولو هڅه د دې لپاره ده، چې روسیه ځان د یوه مسوول نړیوال لوبغاړي په توګه وښيي. پوتین هغه شیان نه ګواښي، چې ترسره کولو ته یې چمتو نه وي. روسیه د خپلو موخو لپاره د هر کار کولو ته چمتو ده.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دوی ځواکونه د لویدیځ د پراخو امنیتي تضمینونو له مخې خپلو اړوند سیمو ته ستنېدل پیل کړي دي.

روسیې د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د دوی یو شمېر سرتېري اوکراین ته نږدې له روزنې وروسته بېرته اډو ته راستانه شوي؛ خو ناټو او امریکا ویلي، چې دوی تر اوسه د جګړې د مخنیوي کوم شواهد نه دي لیدلي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن څرګنده کړې، چې واشنګټن لا تر اوسه له سیمې څخه د ځواکونو او وسلو د ستنېدو تصدیق ندی کړی او ویلي یې دي، چې روسیه اوس هم یو ګواښ دی.

روسیې دا ندي ویلي، چې څومره واحدونه یې بېرته ستانه کړي دي.

د اوکراین شمال، ختیځ او سویل ته د شاوخوا ۱۳۰۰۰۰ سرتېرو ځای پرځای کولو د لویدیز په پلازمېنو کې د خطر رامنځته کولو شونتیا رامنځته کولی شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې د سې شنبې پر ورځ یې د جرمني له لومړي وزیر اولاف شولز سره وکتل او دا یې رد کړه، چې هېواد یې د جګړې په لټه کې دی.

نوموړي ویلي؛ آیا مونږ دا غواړو یا نه؟ البته، نه! له همدې کبله مونږ د خبرو اترو د پیل لپاره خپل وړاندیزونه وړاندې کړل، چې باید زمونږ د هېواد په ګډون د مساوي امنیت لپاره یوه هوکړه رامنځته شي.

له سپینې ماڼۍ څخه بایډن ویلي، چې هغه د روان کړکېچ ډیپلوماټیک حل ته ژمن دی.

ویل کیږي، چې بایډن د روسیې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې په اوکراین کې پوځي یرغل به خونړی او ویجاړوونکی وي، چې د نړۍ له لوري به له غندلو سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version