تازه خبرونه

هره ورځ د کنړ په دانګام او شیګل ولسوالیو سل توغندي را پریوځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستاني پوځ توغندي د کنړ د یو شمېر ولسوالیو په سړکونو او لویو لارو کې لګېدلي دي.
په همدې حال کې د لانجې د حل لپاره سیاسي او د یپلوماتیکې هڅې مخ په ناکامېدو دي.
پاکستان پر افغانستان خپل بریدونه زیات کړي دي. د افغان چارواکو له قوله تازه رپوټونه وايي، چې هره ورځ لږ ترلږه د کنړ په دانګام او شیګل ولسوالیو د پاکستاني پوځ سل توغندي را پریوځي.
د ستونزې د حل لپاره په ملي او نړیواله کچه له کېدونکو هڅو د کورنیو چارو وزارت مسئولین نور ناهیلي شوي دي.
په ولسي جرګه کې د کنړ د خلکو استازې وژمه ساپۍ وايي، چې د پاکستاني پوځ په تازه بریدونو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د هغې په باور پاکستاني پوځ نږدې شل کیلو متره د افغانستان خاورې ته ننوتی دي.
له سخت دریځو څخه د پاکستان ملاتړ څه نوې خبره نده.
امریکايي چارواکي او د ناټو سازمان هم د پاکستان په خاوره کې د سخت دریځو پټنځایونو او د پاکستان د استخباراتي شبکې لخوا د هغوی تجهیز او سمبالولو یو څه اندېښمن کړي دي، خو د پاکستان په وړاندې د امریکا او د هغوی د ملګرو نرم دریځ د افغان چارواکو او لوېدیځ تر منځ د بې باورۍ فضا را منځته کړې ده.

Trending

Exit mobile version