تازه خبرونه

هره ورځ شاوخوا زر افغانان پر ناقانونه لارو له هېواد وځي

Published

on

(Last Updated On: کب ۷, ۱۳۹۹)

 د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت ویلي، چې دا ناقانونه سفرونه د بېکارۍ، بېوزلۍ او ناامنیو له کبله تر سره کیږي.

ناامني او بېوزلي د افغانانو لویې ستونزې دي. له همدې کبله ډېري هېوادوال په ځانګړي توګه ځوانان له سختو او ستونزمنو لارو ځانونه له هېواده باسي.

د غفزني اوسیدونکی عیسی محمد نومی هغه ځوان دی، چې د بېکارۍ له کبله غواړي د نیمروز له لارې په ناقانونه بڼه ځان ایران ته ورسوي.

دی وایي؛ بېکاري او ناامني مو د هېواد پرې ښودو ستر لاملونه دي.

د کډوالو چارو او بېرته را ستنېدونکیو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر د څرګندونو له مخې؛ شپږ میلیون او اووه سوه زره افغانان په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالي شپې سبا کوي، چې درې میلیون یې په ایران او دوه میلیون په پاکستان کې ژوند کوي؛ خو اووه سوه نهه زره کسانو په اروپایي هېوادونو او پېنځه سوه زره نورو په آسترالیا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د کډوالو او بېرته را ستنېدونکیو چارو وزارت زیاته کړې؛ هره ورځ شاوخوا زر افغانان د بېکارۍ او ناامنيو له کبله د هرات او نیمروز ولایتونو له لارې بهر ته وځي.

مخکې له دې د عدلیې وزیر نیمروز ته په سفر کې ویلي وه، چې که د انسانانو او کډوالو د قاچاق مخه ونه نیول شي؛ امریکا به پر افغانستان بندیزونه ولګوي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت وایي؛ هڅې روانې دي، چې د انساني قاچاق او ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسو او کډوالي قانوني بڼه خپله کړي.

د نوي کال په درشل کې وېره دا ده، چې که تاوتریخوالی ډېر شي؛ نو ډېر افغانان به ځانونه له هېواده وباسي.

د پاسپورټ ریاست د څرګندونو له مخې؛ په وروستیو کې د پاسپورټ ریاست ویلي، چې هره ورځ پېنځه زره پاسپورتونه وېشل کیږي.

Trending

Exit mobile version