سیمه ییز خبرونه

هرکال میلیونونه مسلمانان له لوى اختر څخه يوه ورځ مخكې د عرفات پر غونډۍ را ټولېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عرفې په ورځ ميليونونه مسلمانان د عرفات په غونډۍ كې سره را ټولېږي او د حج يو مهم ركن پر ځاى كوي. عرفه د پېژندنې په معنى ده او عرفات هغه ځاى ده، چې حاجيان د دعا او د الله جل جلاله د زياتې پېژندنې لپاره هغه ځاى ته ورځي.

د ځينو اسلامي روايتونو له مخې، وروسته له دې چې حضرت آدم(ع) له جنت څخه بهر شو په عرفات كې له بې بي حوا سره يو ځاى شوى، حضرت ابراهيم (ع ) د خپل زوى اسماعيل (ع) د قرباني كولو خوب همدلته وليد، او پر حضرت محمد(ص)د حضرت جبريل (ع)  له خوا ټينګار د حج د مناسكو لپاره هم په دې ځاى كې شوى دى. هر كال ميليونونه حاجيان د دعا لپاره دغه ځاى كې را ټولېږي.

عرفات د يوې پراخې او هوارې دښتې نوم دى، چې د جبل الرحمه د غره په لمن كې پرته سيمه ده، د مكې مكرمې په سويل ختيځه څنډه كې.

د دې صحرا اوږدوالى شاوخوا دولس كيلو متره او پلنوالى پنځه اعشاريه ۶ كيلو مترو ته رسېږي.

عرفات له مكې څخه۲۱ كيلومتره لرې پرته سيمه ده، او ستره برخه يي له حرم شريف څخه بهر ده.

هر كال ميليونونه مسلمانان، چې د حج د فريضې د ادا كولو لپاره سعودي عربستان ته ځي، له لوى اختر يوه ورځ مخكې د عرفات پر غونډۍ را ټولېږي او ټوله ورځ په دعا او عبادت سره تېروي.

په لسم هجري كال كې، چې د اسلام ستر پېغمبر خپل وروستى حج يا حجت الوداع په عرفات كې تر سره كړ، د مسلمانانو لپاره مهمه خطبه واوروله، دې خطبې د اسلام د نړيوالو حقونو منشور نوم خپل كړ.

په دې خطبه كې آنحضرت د ناپوهي د دورې پر ټولو ارزښتونو د بطلان كرښه وكاږله او حاكم ناوړه دودونه يي بې اعتباره اعلان كړل.

Trending

Exit mobile version