سیمه ییز خبرونه

هر روږدی كس په ورځ كي درې ډالره مصرف لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له نشه يي توكو سره د مبارزي وزارت چارواكي وايي، چي په افغانستان كي يو اعشاريه درې ميليونه كسان په نشه توكو روږدي دي، چي هر روږدی كس په ورځ كي درې ډالره مصرف لري او دا د هېواد اقتصاد ته يوه لويه ضربه ده.

د سه شنبي په ورځ ( د مرغومي ۳ )  د نشه توكو سره د مبارزې وزارت او يو شمېر نورو روغتيايي مرستندويانو موسسو لخوا د كابل لوېديځ څخه په نشه يې توكو لسګونه روږدې كسان د درې مياشتو درملنې لپاره را ټول كړل.

همداراز د مخدره توكو سره د مبارزې وزارت د تقاضا د كمښت رئيس محمد ناصر شريفي وايي:

يوه تازه څېړنه ښكاره كوي، چي د ۲۰۰۹ كال را په دېخوا په نشه يې توكو د روږدو كسانو شمېر زيات شوى دى، دوى همدا راز له دولت څخه غواړي تر څو د نشه يې توكو د قاچاقګرو سره مبارزه جدي كړي.

له بلي خوا پر نشه توكو روږدي كسان بېلابېل نظرونه لري او وايي، چي د روغتونونو مسئولين له دوی سره سم چلند نه كوي او بېرته دې ته اړ كېږي، چي نشې ته مخه كړي خو د نشه يې توكو سره د مبارزې چارواكې د دوى څرګندونې ردوي.

دا په داسې حال كې ده، چې په هېواد كې په نشه يې توكو روږدېدل يوه ناروغې نه بلكې يو عيب بلل كېږي، چې ډېرى كورنۍ د خپلو هغو غړو سره، چې په نشه يې توكو اخته دې بد چلند كوي، خو روغتيايي چارواكي غوښتنه لري، چې په نشه يې توكو له روږدو كسانو سره د يوه ناروغ په شان چلند وشي تر څو درملنه يې اغېزمنه وي.

Trending

Exit mobile version