سیمه ییز خبرونه
هر كال د سړكونو د ساتلو لپاره سل ميليون دالرو ته اړتيا لرو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ټولگټو وزارت مسوولين وايي، چې د سړكونو د ساتنې لپاره په كال كې سل ميليون دالرو ته اړتيا ده.
د ټولگټو وزير زياتوي، چې په تېرو كلونو كې د سړكونو پخولو ته ډيره پاملرنه شوې او اوس د دى وخت راغلى، چې د سړكونو ساتنه وشي.
ويل كيږي په تېرو څو كلونو كې د سړكونو د جوړولو او پخولو په برخه كې شپږ ميليارد دالره لگيدلى دى.
د ټولگټو وزيرنجيب الله اوژن وايي، چې:
افغانستان اوس لس زره كيلو متره پوخ سړك لري. اوس په دې هڅه كې يو، چې د سړكونو د ويجاړيدو مخه ونيسو.
د هغه په وينا، د موټرونو د وزن كولو په تلو كې اداري فساد او د موټرو د زښت زيات بار له كبله سړكونه ويجاړيږي.
له دې مخكې د افغانستان د ټولگټو وزارت مسوولينو ويلي، چې د پاخه شوي سړك دېرش په سلو كې بېرته ويجاړ شوى دى.