سوداگري

هر كال په افغانستان كې د بې روزګارو شمېر تر پنځو سو زرو تنو پورې زياتېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اقتصاد وزرات وايي، چې د مرستو لګولو ته نه پاملرنه او د دولت له خوا د اساسي پلانونو نه شتون د دې لامل شوى، چې د افغانستان اته څلوېښت سلنه كارګران بې كاره واوسي.

په افغانستان كې ورځ تر بلې زياتېدونكې بې روزګارې په تېرو څو كلونو كې د حكومت لپاره يوه ننګونه بلل كېږي.

اوس د كار او ټولنيزو چارو او د اقتصاد وزارت د لومړي ځل لپاره په افغانستان كې د دغې ستونزې د هوارۍ په موخه له خپلو نړيوالو شريكانو سره په كابل كې يوه ناسته جوړه كړه.

د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال د دغې ستونزې لامل په تېرو لسو كلونو كې د نړيوالو مرستو نه ګټورتوب بولي.

نوموړى زیاتوي، چې ډېرى دا مرستي په لنډ مهالو او غېر اقتصادي  پروګرامونو لګول شوې دي.

بل خوا د كار د نړيوال سازمان يا اى ال او استازى بيا د دغې ستونزې اصلي لامل د هېواد د كار په قانون كې ستونزې او كارګرانو ته د مسلكي زده كړو وركړى ته د كار او ټولنيزو چارو وزارت نه پاملرنه بولي.

په كابل كې د دغه سازمان چارواكي وايي، چې كه څه هم په تېرو لسو كلونو كې افغان دولت په كراتو كراتو د كارګرانو د ظرفيتونو د لوړلو خبرې كړي، خو هېڅ كله هم دا خبرې عملي شوې ندي او افغان كارګران د كار د بازار له اړتيا سره سم نه دي.

په افغانستان كې د كار د نړيوال سازمان همغږى كونكى زیاتوي، د افغانستان پنځوس سلنه نفوس له پنځلسو كلونو كم عمر لري او د كار نه شتون په ټولنه مستقيمه اغېزه لري، چې په ټولنه كې د فقر او  ناهيلۍ لامل ګرځي همدارنګه له دغه قشر څخه ترهګر كولاى شي ګټه پورته كړي، او د دې تر څنګ د افغانستان د كار قانون نه دى توانېدلى، چې د كارګرانو حقوق وساتي.

دا په داسې حال كې ده، چې تېره اوونۍ د كارګرانو ټولنې په افغانستان كې د بې روزګارو شمېر تر ديارلس ميليونو تنو پورې ښودلى وو.

Trending

Exit mobile version