نړۍ

هر هغه وګړی مو، چې وغواړي وسله تر لاسه کولی شي – د اوکراین ولسمشر

Published

on

(Last Updated On: کب ۵, ۱۴۰۰)

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې پر ورځ (د کب ۵ / د فبرورۍ ۲۴ ) له خپلو ټولو وګړیو وغوښتل، چې د روسیي ځواکونو پر وړاندې دې د هېواد دفاع ته ځان چمتو او وسله تر لاسه کړي.

هغه څرګنده کړې: هر وګړی، چې وغواړي؛ پر وسلو به سمبال شي. د هغو کسانو لپاره د وسلو تر لاسه کولو محدودیتونه نشته، چې د هېواد ساتنې لپاره رادانګي.

د یادونې ده، چې د اوکرین ولسمشر زیلینسکي، چې په پوځي دریشۍ کې راڅرګند شوی؛ له روسانو یې هم غوښتي، چې د روان یرغل پر ضد لاریون وکړي.

 دغه راز  پوځ د اوکراین هغه ترخیض شوي سرتېري، چې عمرونه یې له ۱۸ څخه تر ۶۰ پورې دي هم له منظم وسلوال ځواک سره د یوځای کېدو لپاره راغوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پنجشنبه سهار وختي د اوکراین په دونباس سیمه کې ځانګړي پوځي عملیاتو پیل کړل او له اوکرایني پوځ څخه یې کورونو ته د ستنېدو سپارښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version