نړۍ

هر هېواد دې د اوکراین د توغندیو د توغولو په اړه خپله پرېکړه وکړي – ستولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي د روسیې د احتمالي غچ اخیستنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: په جګړه کې له خطر پرته بل غوراوی نشته؛ خو زه ډاډه یم، چې زمونږ ( بریټانیا او ناټو)  لپاره ترټولو لوی خطر به په اوکراین کې د ولسمشر پوتین بریا وي.

Published

on

 د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې پر روسیې د اوکراین د لرې واټن ویشتونکیو توغندیو د توغولو په اړه له خبرو هرکلی کوي؛ خو هر هېواد دې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له څو میاشتو راپدېخوا له خپلو متحدینو کیف ته د روسیې پر خاوره د امریکا د اوږده واټن ویشتونکیو توغندیو او د بریټانیا د توپان سیوري په ګډون د غربي توغندیو د کارولو اجازه غوښتې، چې د مسکو د بریدونو اغېز پرې محدود کړي.

د بریټانیا لومړي وزیر کر سټارمر او د امریکا ولسمشر جو بایډن د جمعې پر ورځ په واشنګټن کې بحث وکړ، چې آیا کیف د روسیې پر اهدافو لرې واټن ویشتونکي توغندي وکاروي او که نه؛ خو په دې اړه کومه پرېکړه اعلان نشوه.

سټولټنبرګ زیاته کړې: زه له دې پرمختګونو او دې پرېکړو هرکلی کوم؛ خو هر متحد باید وروستۍ پرېکړه پخپله وکړي. متحدین پدې اړه بېلابېلې تګلارې لري.

رویټرز راپور ورکړی، چې ځینې امریکایي چارواکي شکمن دي، چې د مسکو پر وړاندې د دغو توغندیو د کارولو اجازه به د روسیې د ځواکونو پر وړاندې د کیف په جګړه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، که غرب اوکراین ته اجازه ورکړي، چې د لویدیځ پر لرې واټن ویشتونکیو توغندیو برید وکړي؛ نو دا به له روسیې سره په جګړه کې د لویدیځ د ښکېلتیا معنا ولري.

د ناټو عمومي منشي د روسیې د احتمالي غچ اخیستنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: په جګړه کې له خطر پرته بل غوراوی نشته؛ خو زه ډاډه یم، چې زمونږ ( بریټانیا او ناټو)  لپاره ترټولو لوی خطر به په اوکراین کې د ولسمشر پوتین بریا وي.

Trending

Exit mobile version