سیمه ییز خبرونه

هر څوك، چې په ټاكنو كې درغلي وكړي محاكمه به شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، د يوې نوې طرحې له مخې به هر څوك، چې په ټاكنو كې درغلي وكړي، محاكمې ته به راكښل شي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکی وايي، رايي پاڼې به په ټاكنيزو مركزونو كې د كورنيو او نړيوالو څارونكيو په شتون كې وشمېرل شي.

د ټاكنو د گډ امنيتي كميسيون مشر سالم احساس وايي، د ټاكنيزو مركزونو د امنيت ساتنې لپاره څه باندې دولس زره ښځې هم روزل شوې دي.

د اكسين شبكې مشره گلثوم ستارزۍ د نوماندانو په گټه د دولتي سرچينو كارول د مدني بنسټونو تل پاتې اندېښنه بولي او د رڼو ټاكنو د تر سره كولو لپاره د امنيتي ډاد غوښتنه كوي.

مدني مخكښه حميرا حقمل ټينگار كوي، چې په افغانستان كې د بحران د مخنيوي لپاه نوماندان بايد د ټاكنو پايلې ومني.

د چارواكو په وينا، د وري په ۱۶ به ۱۲ ميليون وگړي د راى اچونې صندقونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې نوماند ته به راى وركړي.

دا به لومړى ځل وي، چې په سوله ييزه توگه يو ولسمشر بل ولسمشر ته ځاى پريږدي.

Trending

Exit mobile version