سیمه ییز خبرونه

هر کال به ۱۷۸ میلیون پوند مرسته کوو- کامرون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بریتانیا تر ۲۰۱۷ میلادی کاله پورې هر کال ۱۷۸ میلیون پوند له افغانستان سره مرسته کوي.

شریف الله ویاند رپوت راکوي، چې د بریتانیا لومړی وزیر دیوید کامرون لومړنی بهرنی لوړپوړی چارواکی دی، چې د ولسمشر احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته افغانستان ته راځي.

دواړه لوړ پوړي و چارواکي نن(د تلې۱۱) له غرمې مخکې په یوه خبري ناسته کې ښکاره شول.

ښاغلی کامرون که څه هم د روان کال تر پایه په افغانستان کې د بریتانیا د پوځي ماموریت له پای ته رسیدو خبر ورکوي؛ خو بیا هم له افغانستان څخه پر ملاتړکوونکې رول ټینگار کوي.

د بریتانیا لومړی وزیردیوید کامرون وایي:

مونږ د روان کال ترپایه خپل سرتېري له افغانستان څخه باسو؛ خو د افغان امنیتي ځواکونو له مشري کوونکي رول څخه به همداشان ملاتړ کوو. مونږ هر کال تر ۲۰۱۷م کاله پورې ۱۷۸ میلیون پوند له افغانستان سره مرسته کوو، چې دا پیسې به د ښوونې او روزنې، روغتیا او آسانتیاوو په برخه کې ولگول شي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي په داسې حال کې، چې د بریتانیا له مرستو یې خوښي څرگنده کړه وایي، چې:

په افغانستان کې سوله سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

ولسمشر احمدزي د کابل پولیسو د غیرسیاسي کیدو غوښتنه هم وکړه.

که څه هم بریتانیا په ناامن ولایت هلمند کې خپل جگړه ییز حضور ختم کړی؛ خو تراوسه هم په افغانستان کې ۳۹۰۰ سرتېري لري.

د یادونې وړ ده، چې په دې خبري ناستې کې امنیت محوري خبره وه.

Trending

Exit mobile version