تازه خبرونه

هر کال د افغانستان په ګمرکونو کې د یو میلیارد دالرو مالي فساد کیږي

Published

on

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ مسوولین وايي، چې د هېواد د ګمرکونو په میلیونونو افغانۍ د زورواکو جیبونو ته ځي او چارواکي یې په اړه له پرېکړې بې وسه دي.

د هرات په اسلام کلا بندر او ګمرک کې د لس کلونو په بهیر کې د راټولو شويو کلونو عواید ښيي، چې هر کال د میلیاردونو افغانیو توپیر په کې لیدل کیږي؛ په ۱۳۹۰ کې د ګمرک عواید ۱۶ میلیارده افغانۍ ول، د ۹۱ کال په څلور میاشتو کې پېنځه میلیارد ښودل شوي وه؛ خو په ۹۲ کال کې بیا عواید دیارلس میلیارد شول، په ۱۳۹۳ کې څلور میلیارده نور هم راکم شول( نهه میلیارده راټول شول) په ۹۴ کې بېرته دولس میلیاردو ته لوړ شول، په ۹۶ او ۹۷ کې شلو میلیاردو ته وختل، په ۹۸ کې بېرته شپاړس میلیارده شول او په  روان کال کې د همدغه ګمرک لومړۍ درجه مسوول په خپل فیسبوک او تویتر کې ولیکل، چې د مارچ پر څوارلسمه په دې ګمرک کې ۱۳۷ میلیون افغانۍ عواید راټول شول. د مارچ  پر څوارلسمه یې ولیکل، چې ۱۱۹ میلیون افغانۍ راټولې شوې او د جولای پر نهمه یې د ۱۲۲ میلیون افغانیو له راټولولو خبر ورکړ. دغو معلوماتو او کرونايي حالت ته په کتو په نسبي ډول د دغه ګمرک عواید په کال کې ۳۳ میلیارد افغانیو ته رسیدای شي.

د روڼتیا څار بنسټ څېړونکي ناصر تیکوری د څرګندونو له مخې؛  یوازې د اسلام کلا د ګمرک میلیونونه افغانۍ عواید د دولتي زورواکو جیبونو ته لویږي.

د اسلام کلا د ګمرک مسوولینو لخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ اټکل کیږي، چې هر کال په دې ګمرک کې باید دېرش میلیارده افغانۍ عواید راټول شي؛ خو ښکاري، چې یوازې تر شل میلیارد افغانیو دولتي خزانې ته لویږي.

د دغو معلوماتو له مخې؛ ښکاري، چې هر کال د هرات په ګمرک کې په منځنۍ توګه لس میلیارده افغانۍ راټول شوي؛ خو ویل کیږي، چې دا رښتیني ندي.

د مالیې وزارت مسوولین وايي، چې د وارداتو حجم ته په کتو هلته عواید کښته او پورته کیږي.

د مالیې وزارت ویاند  شمروز خان مسجدي وايي، چې د هرات پر ګمرک سربېره د ټولو ګمرکونو کلني عواید واردتو ته په کتو توپير کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات والي څه موده مخکې رسنیو ته څرګنده کړې وه، چې هلته د ګمرک میلیونونه افغانۍ د زورواکو جیبونو ته لویږي.

Trending

Exit mobile version