سوداگري
هر کال یو میلیارد امریکایی ډالر د بهرنیو پانګوالو جیب ته ځی
هر كال يو ميليارد امريكايي ډالر افغانستان ته د سمنټو د وارداتو له لارې د بهرنيو پانګوالو جېب ته ځي. د افغانستان د كانونو وزارت وايي، څېړنې ښكاره كوي، چې افغانستان د خامو با كېفيته موادو د منابعو درلودونكې او د سمنټو د جوړولو د كارخانو له پاره ښه بازار بلل كېږي.
د كانو وزارت د ځمكې د لاندې د منابعو په ځانګړي ډول د سمنټو د كانونو د لا ښه پېژندګلوى او په دي برخه كې د لويو پانګونو د جذبولو په موخه په كابل كې د بهرنيو او كورنيو سوداګرو يوه ناسته تر سره كړه.
د كانونو وزير وحيد الله شهراني وايي:
افغانستان د سمنټو د توليد لپاره يو ښه بازار دى او اوس مهال هر كال افغانستان د شپږو څخه تر اوه ميليونو ټنو سمنټو ته اړتيا لري، چې له بهر څخه واردېږي.
نوموړى همدارنګه وايي، چې تر راتلونكو پنځو مياشتو پورې به د سوداګرو له خوا د سمنټو د كارخانو د جوړولو په برخه كې په شرايطو د برابرو كسانو سره تړونونه لاسليك شي.
له بلې خوا بهرنی پانګوال تام واتس، چې په دغه ناسته كې يې ګډون درلود په افغانستان كې د سمنټو د كارخانو د جوړولو په برخه كې د پانګونې غوښتونكی دی.
هغه وايي، چې افغان حكومت بايد په لومړي ګام كې د دغو سيمو امنيت ټينګ كړي.
بهرني پانګوال تام واتس همدارنګه زیاتوي، هو مونږ په افغانستان كې د سمنټو د توليد په برخه كې د پانګونې غوښتونكي يو ځكه، چې دغه توكي د افغانستان او سيمې له ضرورتونو څخه شمېرل كېږي، او په همدې دليل مو په دغه ناسته كې ګډون كړى دى. مونږ غواړو په افغانستان كې د سمنټو د توليد په برخه كې پانګونه وكړو.
اوس مهال په افغانستان كې درې د سمنټو د توليد كارخانې فعاليت كوي، چې د ورځې له اووه سوه څخه تر زرو ټنو توليد لري.
ويل كېږي، چې تر اوسه د كانونو د قانون د نه تصويب او نه توشېح كېدو له امله ډېرى پانګوال په دې برخه كې له پانګونې ډډه كوي.