تازه خبرونه

هر کال یو میلیون کسان په رواني ناروغیو اخته کېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو لخوا تازه خپرې شوې شمېري ښيي، چې په افغانستان کې هر کال یو میلیون کسان په رواني ناروغیو اخته کېږي.
د ځوانانو د نړیوالي ورځې په پلمه په افغانستان کې په جوړو شویو مراسمو کې د ملګرو ملتونو د دفتر مسئولینو د افغان ځوانانو د برخلیک په باب د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ وویل، چې زیاتره افغانان په ځانګړې توګه ځوان قشر د بېلا بېلو دلایلو له کبله له رواني ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ سرپرست ډاکتر رابرټسن وايي:
په افغانستان کې رواني صحت ته هېڅ پام نه دی شوی نو ځکه د رواني ناروغانو شمېره د هرې ورځې په تېرېدو لوړېږي او زیاتوي، چې جګړه، بیوزلي، بېکاري، ټولنیز تاوتریخوالی او په واړه عمر کې واده کول هغه مسایل دي، چې په افغانستان کې يې تر نورو زیات ځوان قشر له رواني کړاو سره مخامخ کړي دي.
د ملګرو ملتونو شمېري ښيي، چې هر کال په افغانستان کې د روانی ناروغانو په شمېر کې یو میلیون کسان ور زیاتېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال تیمورشاه اسحاق زی وایي:
د ځوانانو د ملي پالیسۍ طرحه يي پارلمان ته استولې، خو لاهم نده تصویب شوې. د دغه وزارت د ځوانانو مرستیال همدارنګه وايي، چې د ځوانانو د ملي پالیسۍ د نه تصویبېدو له کبله ځوانان د بسیاینې مناسب فرصتونه له لاسه ورکوي.
وېل کېږي په ځانمرګو بریدونو، د نشه يي توکو په قاچاق کې د زلمیانو څخه استفاده کېږی، او د روانو کړاونو له کبله زیاتره ځوانان بهرنیو هېوادونو ته د ناقانونه لارو سفر ته زړه ښه کوي.

Trending

Exit mobile version