تازه خبرونه

هر کاندید دې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ څارونکي ولري- کمیسیون

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي، هر کاندید کولی شي د رای ورکولو په مرکزونو کې پخپله خوښه له ۵  سوه تر زر څارونکي ولري. که له زر زیات څارونکي وګمارل شي قانوني چلند ور سره کیږي.

کابل د رای ورکولو پېنځه سوه اته پنځوس مرکزونه او درې زره محلونه لري، چې ټول هېواد کې له دوو زره ډېرو کسانو د ولسي جرګې ټاکنو ته ځانونه کاندید کړي دي.

د کابل په ټاکنیزه حوزه کې اته سوه څلور کسانوځانونه ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند کړي دي، چې کولی شي له ټاکنو کمیسیون څخه د اجازې په تر لاسه کولو د رای ورکولو په مرکزونو کې خپل څارونکي وګماري.

ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي وایي، هر کاندید دې له پېنځه سوه څخه تر زر  څارونکي ولري او باید له دې ډېر نشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رییس فضل احمد معنوي وایي، ټاکنو کمیسیون باید د نوماندانو څارونکیو ته د څارنې جواز په برابر ډول ورکړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایي رییس یوسف رشید وایي، ځینو نوماندانو د څارونکیو د ګمارلو لپاره کار پیل کړی او په ګومارلو کې یې معامله کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غواړي، چې د رای ورکولو پر ورځ په ټولو مرکزونو کې بایومتریک سیستم وکارول شي؛ خو وایي؛ که د رای ورکولو کومو مرکزونو ته دا دستګاوې ونه رسیږي، بیا به هغه مهال د قانون له مخې پرېکړه وشي.

Trending

Exit mobile version