1393ټاكنې

هغه راى پاڼې به باطلې شي چې پرې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د مسئولينو لاسليك نشته

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون يو ځل بيا ټينګار وكړ، چې ټاكنيزې درغلۍ او سرغړونې به په جدي توګه وڅېړي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس د راى پاڼو د شكمنو حفاظتي كڅوړو د څېړنې پر مهال ټينګار وكړ، چې د رايو د پايلو د لېږد لپاره دوی يوه ځانګړې كڅوړه په پام كې نيولې وه، خو د ځينو ولايتونو د څو محلاتو پايلې په بېلابېلو كڅوړو كې ځاى پر ځاى شوي دي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون بايد د رايو د پايلو د لېږد لپاره له دې كڅوړو استفاده كړې واى، خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس احمد یوسف نورستاني وايي:

د ځينو ولايتونو د رايو د پايلو څلور سوه محافظتي كڅوړې په بېلابېلو كڅوړو كې دوی ته رسېدلي، چې دوی به يي وڅېړي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس همدارنګه وايي، چې دا كميسيون ژمن دى، چې درغلي او سرغړونې په جدي توګه وڅېړي.

د دې كڅوړو د څېړنې پر مهال معلومه شوه، چې د پايلو زياتره رسېدلي پاڼې له ځينو ستونزو سره مخامخ وې او د ټاكنو خپلواك كميسيون يي د ځينو د بيا شمېرلو امر وكړ.

ځينې به وپلټل شي او همدا راز پرېكړه وشوه، چې د پايلو هغه پاڼې به باطلوي، چې پرې د كميسيون د محلاتو د مسئولينو او دوو تنو څارونكو ټاپې او لاسليكونه نشته.

د مشكوكو پايلو د كڅوړو د څېړنې د سې شنبې د ورځې ( د وري ۲۶ ) له ناستې داسې ښكارېده، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د غړو تر منځ په زياترو مواردو كې د نظر جدي اختلافات شتون لري.

دا څېړنې په داسې حال كې پېل شوي دي، چې د ولسمشرۍ په ټاكنو كې د درغليو او ټاكنيزو سرغړونو په باب زياتې اندېښنې شتون لري.

Trending

Exit mobile version