سیمه ییز خبرونه

هغه سرتېري، چې یو شمېر خبریالان وهلي وه په یوه میاشت حبس محکوم شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

< ![endif]–>

د ملي امنيت هغه سرتېري ته د دغې ادارې له خوا د يوې مياشتې بند سزا وركړل شوه، چې څو ورځې وړاندې يې د يوې امنيتي پېښې پر مهال د ننګرهار يو شمېر خبريالان وهلي ټكولي و.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي وویل:

د ننګرهار د ملي امنیت هغه سرتېري، چې یو شمېرخبریالان يې وهلي وه په یوه میاشت حبس محکوم شو.

نوموړی زياتوي، چې د پېښې د څېړنې په موخه يې يو پلاوى هم ټاكلى دى او د د سرتېرې جرم دروند ثابت شو نو د بند موده به يې اوږده شي.

بلخوا په ختيځ کې د لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشراستاد لعل پاچا ازمون د ملي امنیت دغه ګام ستايي خو له چارواکوغواړي، چې په راتلوونکې د دغه ډول ستونزو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې شنبې په ورځ ( د کب ۵ ) د يوې امنيتي پېښې پر مهال د ملي امنيت سرتېري د هغو خبريالانو په وهلو ټكولو لاس پورې كړ، چې سيمې ته د دغې چاودنې د خبرې پوښښ په موخه تللي وو.

د ختيځي سيمې د ليكوالو او ژورناليستانو ټولنې د احتجاج په ډول په څلورويشتو ساعتونو كې د دغه سرتېري سره د قانوني چلند غوښتنه كړې وه او خبردارې يې وركړى وو، چې كه د دوى غوښتنه ونه منل شي نو په سيمه كې به خپل كار بند كړي.

د يادونې وړ ده، چې ياده پېښه له خبريالانو څخه يو شمېر مدافع بنسټونو هم غندلې وه.

Trending

Exit mobile version