1393ټاكنې

هغه صندوقونه چې د ټاکنو کمیسیون لخوا قرنطین شوي وو له قرنطین څخه وایستل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون وايي، د رايو هغه صندوقونه له قرنطين څخه و ايستل شول، چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ په غوښتنه قرنطين شوي وو. د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون يو كمېشنر وايي چې د فيفا د رپوټ له مخې د رايو صندقونه، نه شي قرنطين كېداى.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون څه موده مخكې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو د بنسټ فيفا په سپارښتنه په هرات، تخار، بغلان، غزني او بلخ ولايتونو كې د ځينو محلونو رايې قرنطين كړې، خو اوس د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون کمیشنر عزیز اریافر وايي، چې هغه رايې يې له قرنطين څخه بېرته ايستلي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا مسئولين هم وايي، چې د دوى رپوټ سره سم بايد رايې قرنطين نه شي، بلكې كميسيون ته په كار ده، چې هغه رايې قرنطين كړې، چې په باب يې ښكاره اسناد او شواهد ولري.

په همدې حال كې په هرات كې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون نږدې سل زره رايې باطلې كړې دي، خو د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون مسئولين وايي، چې ولايتي مسئولين د وري له ۲۵ وروسته د رايو بيا څېړنې او باطلولو واك نلري.

د مشرانو جرګې غړي داوود اساس او هدایت الله رهایي هم په دې بآور دي، چې د كره شواهدو پرته د ټاكنو په باب شكايتونه د ټاكنو سلامتيا ته زيان پېښولاى شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون او د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د نږدې ۱۵۰۰ ټاكنيزو محلونو د رايو بيا شمېرنه پېل كړې ده.

Trending

Exit mobile version