سیمه ییز خبرونه

هغه طالب مشران، چې د سولې له شورا سره خبرو ته حاضرېږي پاكستان يې وژني

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱



د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، هغه طالب مشران چې د سولې له شورا سره خبرو ته حاضرېږي پاكستان يې يا وژنې او يا يې هم ګواښي.

د خبرو مېز ته د طالب مشرانو راوستل په تېرو دوو كلونو كې د افغان حكومت يوه مهمه غوښتنه ده، هغه غوښتنه چې ظاهرا تر اوسه طالبانو نه ده منلې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:

په تېرو څو كلونو كې هغه طالب مشران، چې له افغان حكومت سره خبرو ته حاضر شوي وو پاكستان يې بنديانوي، وژنې او يا هم ګواښي.

په همدې وخت كې ډيلي بيست ورځپاڼې د طالبانو د پسرلنۍ جګړې د څرنګوالي په اړه رپوټ خپور كړى دى.

په دې رپوټ كې راغلي، چې طالبان هم د جګړې له دوام څخه ستړي شوي دي.

دغې ورځپاڼې د يوه طالب قوماندان په حواله ويلي، جګړې ته څه ډول دوام وركړي چې رهبران يې په قطر كې له امريكايانو سره مزې كوې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند هم وايي، يو زيات شمېر طالب مشران د سولې له شورا سره خبرو ته چمتو دي.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې د قطر دولت په همكارۍ د سولې هڅې زياتې شوې دي.

ويل كېږي، چې په افغانستان كې ترهګر فعاليتونه د پاكستان د استخباراتو په ملاتړ د كوټې شورا، د پېښورشورا او له شمالي وزيرستانه د حقاني شبكه رهبري كوي، خو له دې ټولو سره سره به د پاكستان له اجازې پرته د قطر د امير په غوښتنه طالب رهبران خبرو ته حاضر شي.

Trending

Exit mobile version