سیمه ییز خبرونه

هغه طالب مشران، چې له افغان دولت سره په اړيكه كې دي په مرموز ډول وژل كېږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي امنيت اداره وايي، چې د پاكستان په كوېټه ښار كې د وسله والو طالبانو لس هغه افغان استازي وژل شوي، چې د افغان دولت سره په اړيكه كې وو.

كلونه كېږي، چې افغانستان خپلو ګاونډيو او په تېره بيا پاكستان ته د افغانستان د ستونزې د هوارولو تمه لري، كه څه هم پاكستاني چارواكي د خپل هېواد سوله په افغانستان كې د سولې په تينګښت پورې تړلې ګڼې خو په دې وروستيو كې د وسله والو طالبانو يو شمېر هغه مشران، چې له افغان دولت سره په اړيكه كې وو په مرموز ډول وژل كېږي.

د ملي امنيت د ادارې رئيس رحمت الله نبيل وایي:

د وسله والو طالبانو دولس چارواكي، چې په بېلابېلو رتبو كې وو د تېر كال په ژمې كې د پاكسان په كويټې ښار كې وژل شوي دي. ټولو دغه دولسو كسانو د ولسمشر له استازو سره يا په مستقيم او يا هم په غېر مستقيم ډول او يا هم د واليانو او قومي مشرانو له لارې په خبرو اترو بوخت وو.

په همدې حال كې د وسله والو طالبانو څلورو چارواكو د رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې طالبانو خپل يو شمېر قوماندانان د دې له امله وژلي، چې له افغان دولت سره يې غېر مجاز اړيكې درلودې.

په كوېټه كې مېشت يو تن افغان طالب په تېر یو كال كې د دوى د وژل شويو قوماندانانو شمېر اتلس تنه ښكاره كوي، طالبان او د كوېټې پوليس وايي:

يو شمېر نا معلومو وسله والو كسانو تېره اوونۍ نورالله هوتك، چې د كويټې شورا د رهبرۍ غړى وو وژلى دى.

بل خوا  يو شمېر طالبانو او د پاكستان استخباراتي چارواكي وايي، چې تېره مياشت نا معلومو وسله والو د وسله والو طالبانو يو بل مشر عبدالمالك هم وژلى وو، خو وسله والو طالبانو بيا د خپلو دغو مشرانو وژل كېدل ردوي او وايي، چې دوى ژوندي دي او په جهاد بوخت دي.

بل خوا د ولسي جرګې غړي خليل شهيد زاده او ګل پاچا مجيدي بيا وايي، چې د پاكستان استخبارات د وسله والو طالبانو هغه مشران وژنې، چې د سولې خبرو ته ليوالتيا ولري.

كوېټه د افغانستان د پولې په اتيا كيلو مترۍ كې پرته ده او په ژمې كې د وسله والو طالبانو له پاره يو ښه پټنځاى بلل كېږي.

Trending

Exit mobile version