سیمه ییز خبرونه

هغه كسان، چې كورونه یی په بريدونو كې زيانمن شوي د مرستې غوښته کوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په غزني كې لسګونه هغه كسان، چې كورونه یی پر امريكايي پوځي اډه د وسله والو مخالفينو په بريدونو كې زيانمن شوي، له ځايي ادارې غواړي، چې لازمې مرستې ورسره وكړي. دوى شكايت كوي، چې تر اوسه يې هېڅ ډول مرسته نده تر لاسه كړې.

هغه لسګونه كسان، چې كورونه يې په غزني كې د امريكا يي پوځونو اډې ته نږدې پراته دي، پر پوځي اډه د وسله والو مخالفينو په موټر بم چاودنو او وسلوالو بريدونو كې د دوی كورونو ته هم زيان اوښتى دى. دا كسان وايي، چې تر اوسه هېڅ دولتي ارګان ور سره مرسته نده كړې.

په سيمه كې خلكو ته د اوښتي مالي زيان سر بېره يوه كورنۍ د خپلو دوو وركو شويو ماشومانو په لټه كې ده.

دا ماشومان پر پوځي اډه د وسله والو مخالفينو د تېرې اوونۍ په بريد كې لادركه شوي دي. له پېښې درې ورځې وروسته دا كورنۍ د خپلو دوو ماشومانو جسدونه تر خاورو لاندې وموندل.

په غزني كې له طبعي پېښو سره د مبارزې رئيس حفیظ الله گلستانی وايي، چې په سيمه كې خلكو ته د اوښتي زيان سروې يې پيل كړې ده.

وېل كېږي پر امريكايي پوځې اډه د وسله والو په ډله ايز بريد كې نږدې لس ولسي وګړي هم وژل شوي او پنځوس نور ټپيان شوي دي.

Trending

Exit mobile version