سیمه ییز خبرونه

هغه نشه یی توکی، چې په تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو کې نیول شوي وو، وسوځول شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

هغه څه د پاسه اته ټنه نشه يي توكي وسوځول شول، چې په تخار، بغلان او بدخشان ولايتونو كې تر لاسه شوي دي. د بغلان او تخار واليان وايې، هڅه كوي د كوكنارو د لږو كروندو د له منځه وړلو له لارې په دې ولايتونو كې د كوكنارو له صفر ښكته درجه همداسې وساتي.

په بغلان كې  د كوكنارو كر صفر درجې ته نږدې دى، خو وېل كېږي په هغو سيمو كې، چې وسله وال واكمن دي، كوكنار كرل كېږي.

د بغلان والي سلطان محمد عبادي هغه دوه نيم ټنه نشه يي توكي وسوځول، چې په دې ولایت کې كشف شوي، خو له كوكنارو څخه په بشپړه توګه د دې ولايت د پاكولو په مقصد هڅې روانې دي.

تخار ته ورځو، چې له تاجكستان سره ګډه پوله لري، وېل كېږي له دې ولايت څخه تاجكستان ته نشه يي توكي قاچاق كېږي.

خو د تخار والي احمد فيصل بيك زاد وايې:

د قاچاقو مخه يې نيولې ده. په دې ولايت كې هم څه باندې يو نيم ټن تر لاسه شوي نشه يي توكي او الكولي مشروبات وسوځول شول.

بلخوا د كورنيو چارو وزارت د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې مرستيال باز محمد احمدي د بدخشان له چارواكو سره په دې خبرې كوي، چې څرنګه په دې ولايت كې د كوكنارو د كر او قاچاق مخه ونيسي.

د بدخشان والي شاولي الله اديب وايې:

په يوولسو هغو ولسواليو كې، چې مخالفين او قاچاق وړونكي فعال دي، د كوكنارو كر په كې زيات شوى دى.

په بدخشان كې د نشه يي توكو د پروسيس كارخانې هم شته. په دې ولايت كې هم څه باندې څلور ټنه تر لاسه شوي نشه يي توكي وسوځول شول.

د افغانستان شمال ختيځ ولايت بدخشان له تاجكستان سره اوږده پوله لري او د نشه يي توكو د قاچاقو يوه عمده لار له همدې ولايت څخه تېرېږي.

سيمه ييز چارواكي په دې ولايت كې د ناامنيو پېښې د نشه يي توكو له كاروبار سره تړي او وايې، څو پورې، چې نشه يي توكي له منځه ولاړ نه شي، په بدخشان كې به امنيت ټينګ نه شي.

Trending

Exit mobile version