1393ټاكنې

هغه نوماندان به له لیست څخه واېستل شي چې لیک لوست نه شي کولای

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون به د ولايتي شورا ګانو هغه نوماندان له ليست څخه وباسي، چې ليك لوست نه شي كولاى. د دغه كميسيون چارواكي وايي، چې د پوهنې وزارت د ورلېږل شوي نوم لړ له مخې د ولايتي شورا ګانو څلور سوه نوماندان تحصيلي اسناد نه لري، خو دوى ته يې سندونه وړاندې كړي دي.

د افغانستان د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون ویاند نادر محسني وايي:

دوى د ولايتي شوراګانو د هغو ۹۰۰ نوماندانو تحصيلي اسناد، چې ستونزې يې درلودې د پوهنې وزارت ته لېږلي وو ترڅو په اړه يې دوى ته معلومات وركړي.

د دغه كميسيون وياند همدارنګه وايي، د پوهنې وزارت ترارزونې وروسته دوى ته یی ويلي، چې ترڅلور سوو پورې دا كسان خپل تحصيلي اسناد نه لري په داسې حال كې، چې د دغو نوماندانو له دوولسم ټولګي څخه د فراغت سندونه لري.

نوموړی زیاتوي، چې كه ترڅېړلو وروسته دوى په خپله دفاعيه كې پاتې راشي نو د ولايتي شوراګانو له ليست څخه به ليرې كړل شي.

په همدې وخت كې د نورستان د ولایتي شورا نوماند ذبیح الله او د بدخشان د ولایتی شورا نوماند عبدالمتین پر دغه كميسيون نيوكه كوي او وايي، دغه كميسيون د نوماندانو پر تحصيلي سندونو داسې مهال كار پيلوي، چې د ولايتي شوراګانو د نوماندانو ټاكنيز كمپاينونه روان دي، چې دغه كار دوى له ستونزو سره مخ كړي دي.

خو د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون دا ستونزه مني او وايي، چې د دوى د تحصيلي سندونو دقيقه څېړنه ډېره مهمه ده ترڅو په جعلي سندونو يو شمېر كسان د نورو مستحقو كسانو حق وانه خلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولایتي شورا د نوماندانو ټاکنیز کمپاین د كب په ۱۳ پېل او د وري تر ۱۳ می پورې به دوام وکړی.

Trending

Exit mobile version