سیمه ییز خبرونه

هغه هېواد، چې ترهگر روزي او ساتنه يې كوي له منځه به لاړشي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:

پاكستان تراوسه د ترهگرۍ په وړاندې مبارزه كې له افغانستان سره عملي گام نه دى پورته كړى.

حامد كرزى دغه راز د افغانستان د نظام د بې ثباتۍ په اړه په بهرنيو هڅو اندېښمن دى او له سياسي گوندونو غواړي، چې د افغانستان د ثبات په موخه له بېلابېلو هڅو لاس واخلي.

په وروستيو څو كلونو كې د سولې او ثبات په برخه  كې د پاكستانيو چارواكو د همكارۍ ژمنو افغان حكومت ته هيلې پيدا كړې وې، خو پاكستان په دې اړه عملي گام نه دى اخيستى .

ولسمشر حامد كرزى وايي:

افغانستان بهرنيو هېوادونو ته اړ دى، خو په ملي مسايلو كې به هرڅه د افغانستان په گټه وي.

ښاغلي حامد كرزي يو ځل بيا له طالبانو وغوښتل، چې د بهرنيانو له تلخونو راووځي او له خپلو خلكو سره كار وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د پاكستان د عالمانو د شورا رييس طاهر اشرفي په كابل كې د عالمانو په كنفرانس كې د گډون په اړه د افغان حكومت غوښتنه رد كړه. هغه ويلي ول، چې په افغانستان، فلسطين او كشمير كې ځانمرگي بريدونه شرعي مانع نه لري.

Trending

Exit mobile version