تازه خبرونه

هغه څوک، چې صادقانه کار نه کوي، ډېر ژر دې گوښه کړای شي- غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر سيمه ييزو چارواکو ته امر کړى؛ هغه څوک، چې په دندو کې غفلت کوي او يا هم صادقانه کار نه کوي، ډېر ژر دې گوښه کړای شي.

دغه څرگندونې په هغه خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د ولسمشرۍ مانۍ له لوري خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د دغې مانۍ د توحید له ملي مرکزه د ویدیو کنفرانس له لارې د کندهار، زابل، روزگان او دایکندي ولایتونو له والیانو، امنیه قوماندانانو، د امنیت له ريیسانو او د دوه سوه پېنځم اتل قول اردو له قوماندان سره د حکومتولۍ او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر د امنیتي سکتور وزيرانو او واليانو ته ويلي، د فشار او ځانگړیو اړیکو له مخې د افرادو مقرري د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده.

غني ټينگار وکړ؛ هر څوک، چې په دنده کې غفلت کوي او یا صادقانه کار نه کوي، نو ډېر ژر بايد له دندې گواښه کړاى شي.

Trending

Exit mobile version