بی بی سی پښتو

هغه کډواله وکیله چې د کال دوه لکه ډالره تنخا نه تېره شوه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۳۹۹)
Rez Gardi
ریز ګاردي د ښځو د حقونو او عدالت لپاره له خپلې قانوني تجربې ګټه اخلي
  • سواميناتان ناتاراجان
  • بي بي سي

ریز ګاردي د یوې داسې قضیې لپاره، چې دفاع ته یې ځان وقف کړی دی، د امریکا په یوه باوري حقوقي شرکت کې د سلاکارې دنده او هر کال ۲۰۰ زره ډالر تنخا پرېښوده.

ریز بي بي سي ته وویل: “په لوړه تنخا ښه دنده کې مې تل له یوې لویې قضیې سره زړه تړلی و. ما حقوق د یوه مشخص هدف لپاره ولوستل، هغه دا چې د قانون په مټ د مثبت بدلون لپاره ټینګه ودرېږم.”

ریز د هغو ښځو د حقونو له مدافعانو سره ودرېده چې د “اسلامي دولت” (داعش) نومې ډلې د وسله والو لخوا په پلان شوې توګه تښتول کېږي، خرڅېږي او تېري ورباندې کېږي.

دا وايي: “مور او پلار مې له خپلو مېنو وتښتېدل او زه یې د نړۍ بلې خوا ته لیرې بوتلم، خو ما خپلې خاورې ته د ستنېدو لار ونیوه”.

د سیتم منځ کې لویېدل

Rez Gardi
ریز ګاردي وايي، د ایزیدیانو کړاو تر تصور لوړ دی

ریز په ۱۹۹۱ کال پاکستان کې د کډوالو کمپ کې زیږېدلې، مور او پلار یې عراقي کردان دي.‌ ریز ته په کوچنیوالي کې د خپلې کورنۍ غړو، ګاونډیانو او ملګرو د صدام حسین د واکمنۍ د مهال ترخې کیسې کړې چې څنګه یې ژوندونه تبا شول.

کله چې ریز اوه کلنه شوه، له خپلې کورنۍ سره نیوزیلنډ ته ولاړه.‌ تېر کال د هاروارډ پوهنتون د حقوقو له پوهنځي فارغه شوه.

دا وايي: “چاپېریال کې مې پر برابرښت، عدالت او انساني حقونو ته ډېر اهمیت ورکړ،‌ سیتم مو وګاله،‌ مخکې له دې چې د بشري حقونو په معنا پوه شم، ډېر تریخ ژوند مې تېر کړ”.

“ښايي له ما سره هم داسې وشي”

اوس ریز د عراق شمال کې – هغه سیمه چې د ۲۰۱۴ کال ناورین پکې رامنځ ته شوی – د عیني شاهدانو ګواهۍ راټولوي.

Rez Gardi
ریز پخپلو څېړنو کې د هغو ښځو پر ګواهیو تکیه کوي، چې له رسنیو سره لا نه دي غږېدلې

کله چې “اسلامي دولت” نومې ډلې دا سیمه ونیوه، یوازې ایزیدي لږکي یې په نښه کړل چې د وګړو شمېر یې تر نیم میلیون ډېر نه و،‌ دغې ډلې دا خلک کافر ګڼل او د انسانانو په سترګه یې نه ورته کتل.

داعش وسله والو برید پرې وکړ، زرګونه ترهېدلو کلیوالو سنجار غره ته پنا یووړه، خو د لمر سوځنده وړانګو یې ډېری وګړي ووژل.

“اسلامي دولت” ډلې د ایزیدیانو ډېری سړي چې د جګړې توان یې درلود، جګړې ته اړایستل. د لندن اقتصاد کالج د تېر کال یوه رپوټ کې ویل شوي، کابو لس زره ایزیديان په دې برید کې یا وژل شوي او یا تښتول شوي دي.

Getty Images
زرګونه ایزیدیان د “اسلامي دولت” له نومې ډلې لاس ته لوېدلي وو

خو ښځې او نجونې یې اسیرانې شوې.

ریز وايي: “کله چې له ژغورل شویو ښځو سره د زړه خواله کوم او کیسې یې اورم، زړه مې مات شي او د قهر وروستي حد ته ورسېږم.”

جنګي جرمونه

ریز هغو ښځو ته د رسېدو هڅه کوي چې هلته رسنۍ او د بشري حقونو ډلې لاسرسی نه ورته لري.

Getty Images
ځینې ایزیدیان عراق ته وتښتېدل

دا وايي: “ایزیدیانې باید په یاد کړي چې څو ځله خرڅې شوې او هغه ځایونه ور په زړه کړې چې دوی پکې بندیانې شوې دي. د تښتونې او جنسي تېري د ګواهیو ثبوتونه هم وړاندې کړي. د اسلامي دولت سرغړوونکي جنګیالي هم باید وپېژني.”

ریز وايي: “داعشیانو ښځې له سړو جلا کړې، بیا یې بوډاګان له ځوانانو بېل کړل. لامل یې دا و چې د جنسي غلامانو په توګه د کم عمر نجونو قیمت د دوی په نزد لوړ و. د لوړ عمر ډېری ښځې او سړي یې سم لاسي اعدام کړل”.

ریز وايي، دا جرمونه نه یوازې پر داعش جنګیالیو پورې تړلي، بلکې په وینا یې “د موصل ځینې عربان – په تېره شتمن او نفوذ لرونکي کسان – هم د ایزیدي ښځو په پېر او پلور کې ښکېل وو”.

د عدالت لپاره کمپاین

نادیه مراد له اسیرو شویو ښځو وه، په ۲۰۱۴ کال “اسلامي دولت” جنګیالوی ربړولې او جنسي تېری یې پرې کړی. نادیه هغه مهال ۲۱ کلنه وه.‌

Getty Images
ځینې کورنۍ په بشپړه توګه د وسله والو له بریدونو وتښتېدې

د حقوقو دغې فعالې ته په ۲۰۱۸ کال د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه. خو دا هم د نورو ایزیدیانو په څېر هغسې چې غوښتل یې عدالت ورسره ونه شو.

ریز وايي: “ځینې مشکوک کسان عراق کې نیول شوي، ځینې سوریه او ځینې یې اروپا کې دي. په ځینو حالاتو کې داسې قوي ثبوتونه شته چې دوی دې پرې محاکمه کړل شي.”

خو سوریه لاهم د کورنۍ جګړې په اور کې سوځي. د عراق قضايي سیستم کې لویې ستونزې دي.

د نړیوال عدالت د مرکز له مخې – هغه نادولتي مؤسسه چې امریکا کې مرکز لري – په ساده ټکو، دا قضايي سیستم د ربړونو، جنسي ځورونو، ټولوژنو او بشر ضد جرمونو له قضیو سره د عادلې معاملې توان او وړتیا نه لري.

Getty Images
نادیه مراد (ښۍ خوا) او حقوقپوهه امل کلوني د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا پرمهال

محاکمې

پر دې نیوکو او نیمګړتیاوو سربېره، په وروستیو کې یوې عراقۍ محکمې د یوې ایزیدۍ نجلۍ اشواق حجي (چې د جرم پرمهال ۱۴ وه) د جنسي تېري په تور د “اسلامي دولت” نومې ډلې یو غړی په اعدام محکوم کړ.

Getty Images
د تښتول شوې او ځورول شوې ایزیدۍ اشواق حجي تښتوونکی وروستیو کې عراقي محکمې په اعدام محکوم کړ

اشواق جرمني له جرمني ستنه شوه، چې د تورن پرضد ګواهي ورکړي.

په تېره اپریل میاشت کې، د جرمني یوې محکمې د یوه سړي پرضد هغه دوسیه راپورته کړه چې یوه مور او لور یې پکې ځورولي او بیا یې پنځه کلنه لور وژلې وه.

دا لومړی ځل دی چې اروپا کې د قرباني شویو ایزیدي ښځو په حق کې پرېکړې کېږي.

Rez Gardi
بالاخره ریز بېرته خپل ټاټوبي ته راستنه شوه

ریز وايي: “عدالت راتلل به کلونه وخت ونیسي. د ثبوتونو راغونډول اوږدمهاله کار دی. خو موږ د ځینو بریاوو شاهدان یو. همدا موږ ته هیله راکوي”.

ریز وايي، نیا او دوه نورې توړۍ یې په یوه کیمیاوي برید کې ووژل شوې او نیکه یې شل شو. “مور مې د خپلې مور مرګ په سترګو ولید، په لس کلنۍ کې د یوې مور غمونه او مسئولیتونه ورپاتې شول”.

Getty Images
ریز ګادي پر خپل کردي هویت ویاړي

د بشري حقونو د څار سازمان اټکل کوي چې په ۱۹۸۸ کال د ۵۰ او سلو زرو ترمنځ کردان وژل شوي. کردي سرچینې دا شمېر تر ۱۸۰ زرو ډېر یادوي.

ریز پر دې اند ده چې صدام حسین کردان له برابرۍ محروم کړي وو او صدام د ټولوژنې مسئول بولي.

ریز وايي: “کله چې د ایزیدیانو لپاره مبارزه کوم، داسې احساس کوم چې ګنې د صدام په لاس د وژل شویو کردانو لپاره هم مبارزه کوم. ایزیدیان کورني لږکي دي، ځکه نو ډېر کمزروي هم دي.”

Rez Gardi
کوویډ-۱۹ له قربانیانو سره د قربانیانو مرکې او د ثبوتونو راټولول له ځنډ سره مخامخ کړي

ملګرو ملتونو د “اسلامي دولت” د سرغړونو څېړلو لپاره یوه جرګه ګۍ هم ټاکلې ده.

ریز هیله منه ده چې ایزیديانې به عدالت ورسېږي او راتلونکي نسلونه به هم ګټه ترې واخلي.

دا وايي، د قربانیانو ټپونه به ورغېږي او عدالت به مجرمین قانون ته راکش کړي:

“د یوې داسې غوره نړۍ لپاره مبارزې ته اړتیا لرو چې دا ډول کړنې پکې بیا تکرار نه شي.”

Trending

Exit mobile version