1393ټاكنې

هغو كانديدانو ته، چې مالي رپوت يې نه دي سپارلى، درې ورځې مهلت وركړ شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون هغو كانديدانو ته، چې خپل مالي رپوټ يې نه دي سپارلى، درې ورځې مهلت وركړ.

د ټاكنو د قانون له مخې د ولسمشرۍ كانديد حق لري، چې تر لس ميليون افغانيو په خپل ټاكنيز كمپاين كې لگښت وكړي او د هرو پېنځلس ورځو مالي رپوټ كميسيون ته وسپاري.

د ټاكنو خپلواك كميسيون غړى سرير احمد برمك وايي:

كه څه هم د ټاكنيزو هڅو د لگښتونو له لومړۍ ټاكل شوې نېټې له وركولو دوه ورځې تېرې شوي؛ خو د گوتو په شمېر كانديدانو خپل رپوټونه كميسيون ته سپارلي دي.

د نوموړي په وينا، د روانې اوونۍ تر پايه به دغو ښاغليو نوماندانو ته وخت وركړ شي، چې د خپلو لگښتونو مالي راپو كميسيون ته وسپاري.

كه څه هم د ټاكنو خپلواك كميسيون دغه مهلت غزولى؛ خو خبردارى هم وركوي، چې كه نومناندان تر درې ورځو خپل حساب تصفيه نه كړي، قانوني چلند به ور سره وشي.

د ولسمشرۍ يو شمېر كانديدان د ټاكنيزو مبارزو لپاره د لس ميليون افغانيو ځانگړي كول منصفانه عمل نه بولي.

Trending

Exit mobile version