سیمه ییز خبرونه
هغې مېرمنې، چې په ځانمرگې بريد كې خپل خاوند له لاسه وركړى وو د ځان وژنې هڅه وكړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
هغې مېرمنې، چې د يكشنبې په ورځ يې د غزني په ځانمرگي بريد كې خپل خاوند له لاسه وركړى وو د دوشنبې په ورځ ( د سلواغې ۹ ) يې د ځان وژنې هڅه وكړه او تيزاب يې وڅښل.
دغې مېرمنې، چې تيزاب يې څښلي دي د غزني د رشيدانو ولسوالۍ اوسېدونكې ده، د كورنۍ غړي يې وايي، د غزني د يكشنبې ورځې په ځانمرگې بريد كې د دغې مېرمني د خاوند په گډون د كورنۍ دوه غړي وژل شوي وو.
د غزني د ولايتي روغتون ډاكټر محمد اکبرانصاری وايي:
يادې مېرمنې د خاوند د مړينې له كبله په رواني ناروغۍ اخته شوې وه او له همدې امله يې تيزاب څښلي دي.
د غزني د يو شمېر اوسېدونكو په باور د جگړو دوام د دې لامل شوى، چې د افغانستان ډېر وگړي د وژل كېدو او ټپي كېدو تر څنگ په روانې ناروغيو اخته شي.