سیمه ییز خبرونه

هغې ښځې، چې امريكايي مشاور وواژه ايرانى تابعيت لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

هغې ښځې پوليسې چې د دوشنبې په ورځ ( د مرغومي ۴ ) امريكايي مشاور وواژه اصلي هدف يي دا وه، چې د كابل والي، د امنيي قوماندان او يا هم د جنايي تحقيقاتو  رئيس ووژني.

وېل كېږي دغې ښځې، چې امريكايي مشاور يي د كابل په امنيه قوماندانۍ كې وواژه منلې، چې هغه ايرانى تابعيت لري.

دغه پوليسه ښځه چې نرگس نومېږي لس كاله وړاندې له خپل خاوند سره كابل راغلې او په ناقانونه توگه يي د افغانستان د تابعيت تذكره لاس ته راوړې ده.

نوموړې له څلورو كلونو را پدېخوا د پوليسو په ليكو كې دنده ترسره كوله.

د كورنېو چارو وزارت وياند صديق صديقي ووېل:

نوموړې ښځې په لومړنيو اعترافونو كې منلې، چې هغې غوښتل د كابل والي، امنيه قوماندان او يا هم د جنايي تحقيقاتو رئيس ووژني.

د دې وزارت چارواكې همدارنگه وايي، چې نوموړې پوليسه رواني ناروغي هم لري.

همدارنگه د كابل د جنايي تحقيقاتو رئيس ظاهر ظاهر وايي، چې دا به مخ كې له وخت څخه وي، چې له ترهگرو ډلو سره د نوموړې پوليسې په اړه قضاوت وكړو.

د كورنيو چارو وزارت زياتوي، چې داسې پروگرامونه لاس لاندې لري، چې له ورته پېښو مخنيوى وكړي او همدارنگه وايي، چې د تېر يو كال په لړ كې له ۴۰۰ ډېر پوليس له طالبانو سره د تړون په تور له وظيفو وېستل شوي دي.

Trending

Exit mobile version