تازه خبرونه
هلمند ته زر نور سيمه ييز پوليس هم منظور شول
د هلمند امنيه قوماندانمل پاسوال عبدالرحمن سرجنگ وايي؛ په دغه ولايت كې به سيمه ييزو پوليسو ته درندې وسلې هم وركړ شي، چې د وسلوالو پرضد جگړه كې ترې كار واخلي.
د نوموړي په خبره؛ چې د اوسنۍ جگړې د کابوکولواود امنيتي ستونزود راکمولوله پاره نور سرتيري رارسيدلي، چې په بيلابيلوسيموکې د وسلوالومخالفينود ځپلوپه موخه ځای په ځای کيږي.
ښاغلی سرجنگ وایِي،چې وسلوال مخالفين اوس په دې ولايت کې د پسرلنيو جگړوله پاره چمتوالی نيسي؛ خو دوی هم د ملي پوليسوپه چوکاټ کې د ځوانانو پر جلب اوجذب کار کوي.
د هغه په خبره؛ په تېرو دوه ورځو کې وسلوال مخالفين د سنگين او گرشك ولسواليو په اړوند سيموکې سخت ځپل شوي، چې اوس د خپلوټپيانواومړوپر ليږد لگیا دي.