تازه خبرونه

هلمند سرتېرو ته نه، بلکې ځواکمن مدیریت ته اړتیا لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند کې له تېروڅلور ورځو راپه ديخوا له هغې وروسته هوايي اوځمکني عمليات پراخه شول، چې وسلوالو مخالفينو د نادعلي ولسوالۍ ډېری سيمې ترخپلې ولکې لاندې راوستلې او د لښکرګاه په اته کيلومترۍ چاه انجير کې يې جګړې ته زور ورکړ.

د هلمند د ولايتي شورا امنيتي کميتې مسوول بشیر احمد شاکر وايي، چې دې جګړې ته په ډېر شمېر نور سرتېري له نورو ولايتونو او يا هم له مرکز کابل څخه راوستل شوي؛ خو د دې پرځای بايد د هغو سرتېرو مديريت په سمه توګه ترسره شوی وای، چې له وړاندې دلته موجود دي.

هغه زیاتوي، د سرتېرو په پرتله د مخالفينو شمېرکم دی. که شته سرتېري سم مديريت شي ډاډه دی، چې دا جګړه به افغان سرتېري وګټي.

د هلمند والي وياند وايي، چې اوس هم  لښکرګاه  ته په نږدې سيمو کې جګړه شته او د سم مديريت له پاره يې پياوړې همغږي رامنځته او د وسلوالو مخالفينو د پرمختګ مخه نيول شوې ده.

د هغه په وینا؛ مخالفین په غلچکي توګه په ځينو سيمو بريدونه کوي، چې په وړاندې يې هوايي او ځمکني عمليات روان دي.

ځواک که څه هم د دې جګړې په لړ کې د وسلوالو مخالفينو د وژل شويو کسانو شمېر په ډاګه نه کړ؛ خو د هلمند والي په يوه ويډيويي پيغام کې د هلمند اوسيدونکیو ته ويل شوي؛ تراوسه پورې په دې جګړه کې ۲۸۶ وسلوال مخالفين وژل شوي، چې په دې ډله کې له شل ډېر قومندانان دي او د دې ترڅنګ د هغوی تش په نوم والي هم په دې جګړه کې له منځه تللی دی.

خبریال: نعمت الله زهير.

Trending

Exit mobile version